یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو د "افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ" په مرسته د ټاکنیز سمون په اړه د خپلو وړاندیزونو ټولګه ارګ او اجرایوي ریاست ته وړاندې کړه.
دغه وړاندیزي ټولګه ۴۱ مادې لري. د ټاکنیز سمون عدالت غوښتنې ډلې نن ورځ د ارګ او سپېدار استازو په ګډون د (ټاکنیز سمون اصول نامې) په نوم غونډې کې دا ټولګه وړاندې کړه.
د فیفا اجرایوي مرستیال نعیم اصغري وايي، د تېرو ټاکنو ستونزې په نښه شوي او د ځانګړو وړاندیزونو په توګه د حل لارې اړوندو بنسټونو ته وړاندې کېږي.
د ښاغلي اصغري پر وینا، د رایو ورکوونکو نوملړ جوړول، د رایې ورکولو مرکزونو جوړول، د ټاکنیزو لګښتونو کموالی، نوماندانو ته د ټاکنو لګښتونو اندازې ټاکل، د سیاسي ګوندونو او بنسټونو له خوا د څارونکو ټاکل او د ولایتونو په کچه د رایو د پایلو ثبت هغه ارونه دي، چې په دې کڅوړه کې ځای پر ځای شوي دي.
خبري غونډې ته د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وویل، دوی د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو تمه لري، چې په چارو کې له پوره رڼښت او خپلواکۍ کار واخلي.
دغه راز، د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي معاذ الله دولتي، د ټاکنیزو حوزو تعین، د رایو ورکولو د مرکزونو انډولول، د رایې ورکوونکو نوملړ جوړول او جوړښتي سمون د دغو کمېسیونونو کاري لومړیتوب وبللو.
نوموړي زیاته کړه، چې د زړو کارتونو د له منځه وړلو طرحه او د نويو کارتونو وېش څرنګوالی باید وڅېړل شي.
د اجرایوي ریاست فرهنګي سلاکار فاضل سانچارکي د ۲۰ میلیونو زړو کارتونو پر باطلولو په ټینګار وویل، د معتبرو اسنادو پر اساس باید رایو ورکوونکو ته نوي کارتونه ورکړل شي.