متقاعدینو ته له یو کال راهیسې د دوی حقونه نه دي وکړل شوي

د سلواغې لسمه په هېواد کې د متقاعدینو له ملي ورځې سره برابره ده، ځېنې متقاعدینو سلام وطندار سره مرکه کې وویل، چې دوی ته له یو کال راهیسې حکومت یې حقونه نه دي ورکړي او ژوند یې له کړاوونو سره مخ دی.

دوی وايي، چې حکومت متقاعدینو ته پاملرنه نه کوي او د دوی له پاره مناسب معاش نه ورکوي.

د کار او ټولنیزو وزارت د تقاعد خزاني ریاست ته هر ورځ په سلګونو تقاعد شوي د خپلو حقونو له پاره دې ریاست ته ورځي.

دوی وايي، چې دوی له دې ریاست څخه بېر تش لاس راوځي.

ځېنې متقاعدین نن ورځ (شنبه، د سلواغې په ۱۰مه) دې ریاست ته راغلي وو؛ دوی وچه ډوډۍ په لاس د ریاست دروازې شاته ولاړ وو او له حکومت نه یې شکایت کاوه.

یو متقاعد چې محمد غوث نومېږي، وايي، هغوي چې ۱۰ کالونه خدمت کړی ۲۰۰ زره معاش اخلي او موږ چې ۳۰ کالونه دولت ته خدمت کړی دی او په هېواد کې ننه او بهر مو زده کړې کړی وچه ډوډۍ خورو.

غلام محمد یو بل متقاعد دی، نوموړی وايي، چې: له څلورو میاشتو راهیسې دې ریاست ته راځي، خو تر اوسه پورې یې خپل معاش نه دی اخیستلی او زیاتوي، هر ورځ مو کله یو او کله بل دفتر ته لېږي. تر هغې چې پیسې ور نه کړو، خپل حقوق نه راکوي.

له دې مخکې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تقاعد خزانې ریاست په اړه زیات شکایتونه شوې وو، خو دغه وزارت ویلي و، چې دوی د متقاعدینو د ستونزو د حل له پاره په یو نوي سیستم کار کړی دی.

دې وزارت ویلي و، چې د دغه نوي کمپیوټري سیستم په جوړول سره به د متقاعدینو ټولې ستونزې حل شي.

د کار، ټولنیزو، معلولینو او شهیدانو وزارت وزیرې نسرین اوریاخېل تېر کال ویلي و، چې دوی په وزارت کې د فساد له منځه وړلو له پاره غواړي دغه نوی سیستم به بای متریک بدل کړي.

د شمېرو له مخې په دې وزارت کې ټولټال ۲۰۰ زره متقاعدین ثبت شوي دي.

وموغوښتل، چې د دغو متقاعدینو د ستونزو د حل له پاره د وزارت نظر هم ولرو، خو د زیاتو تماسونو سره سره بریالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام