د مالېې وزارت یو مکتوب چې سلاموطندار ته رسېدلی، له پانګونې د ملاتړ ادارې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د بدخشان او تاجکستان پر پولې د شته بازارچو د تړل کېدو وړاندیز کړی او ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا وړاندیز منلی دی.
د بدخشان د ګمرکونو مدیر په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو په بدخشان کې د یادو د سیمو اوسېدونکي د دولت دا پرېکړه د خلکو پر زیان بولي او وايي، په کمه بیه به یې له یادو بازارچو نه خوراکي توکي ترلاسه کول.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري هم وايي چې د بازارچو تړل کېدل د دغه ولایت پر پولې د پرتو سیمو د اوسېدونکیو لپاره د ستونزو لامل کېږي او په وینا یې، له تاجکستان سره د تعاملاتو په چوکاټ کې د سیمهییز اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېرې ګټورې وې، خو اوس مالیې وزارت تړلې دي.
ویل کېږي دولت ته د عوایدو نه رسېدو له کبله یادې بازارچې تړل شوې دي.
د بدخشان د سوداګرۍ خونې پخوانی مرستیال غلاممحمد اتشپور وايي، پخوا یې د قانع کوونکیو دلایلو په وړاندې کولو سره د دغو بازارچو د تړلو مخنیوی کړی دی؛ ځکه په وینا یې، د سیمې د خلکو لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي.
د بدخشان والي محمدذکریا سودا وايي، سیمهییزې بازارچې په سیمه کې جوړېږي او سیمهییزه اداره هڅه کوي چې د یادو بازارچو د تړل کېدو مخه ونیسي.
ګډې سیمهییزې بازارچې پخوا په اوونۍ کې یو ځل جوړېدې او د افغانستان او تاجکستان پر پوله د پرتو سیمو اوسېدونکیو خپل سیمهییز شته په یادو بازارچو کې تبادله کول.