د لوګر په مرکز پل علم او یو شمیر ولسوالیو کې د وسله والو بریدونو، ماین چاودنو او تروریستي پېښو پرمهال نیول شوي ماشومان ادعا کوي، چې د نېولو او څیړلو پرمهال وهل، ټکول، او ان د برېښنا ټکانونه ورکړل شوي دي.
یو شمیر دغو ماشومانو سلام وطندار ته ویلي، چې زیات ماشومان سیمه ییزو پولیسو د قومي، ژبني او تربګنيو په اساس په سیاسي جرمنو تورن کړي دي.
د مرکز پل علم او د څرخ اوسېدونکي هر یو امان الله او عبېدالله په نومونو وايي، چې دوی هيڅ جرم نه لري، خو د پولیسو له خوا نيولو وروسته په امنیه قومندانۍ د برېښنا ټکانونو سربېره په ګرم سیخانو هم داغل شوي دي.
همدارنګه عبېدالله وايي، چې دی هيڅ جرم نه لري، خو د پولیسو له لوري په قصدي ډول تروریست معرفي شوی دی.
د ماشومانو کورنۍ او د ولایتې شورا یو شمیر غړي هم انديښنه لري، چې د پولیسو دا ډول چلند به د ولس او دولت ترمنځ واټن زیات کړي.
هغوی په دولت غږ وکړ، که چیرې له زندانیانو سره ناوړه چلند وشي په لاریون به لاس پورې کړي
.
په دې اړه د لوګر د ولایتي شورا غړی ډاکتر عبدالولي وکیل وویل، چې دوی هم له داسې راپورونو خبر شوي، خو پر وینا يې په لوګر کې د پولیسو د علمي کچې کموالی، د انساني فرهنګ نشتوالی او د شخصي دښمنيو له امله پولیس پر داسې کړنو لاس پورې کوي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح هم سلام وطندار سره د مرکې پر مهال ومنله، چې د لوګر د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز یو شمیر ماشومان د نیولو او څيړلو پرمهال ربړول شوي دي.
هغه وايي، په دې هکله والي هم په جریان کې دی او ډېر ژر به يې د حل په موخه اقدام وکړي.
بل خوا د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود احمدي بیا دغه خبره یوه ادعا وبلله او زیاته یې کړه، چې مجرمین د خپل خلاصون له پاره پر پولیسو هر ډول تور پورې کوي.
احمدي زیاته کړه، اوس مهال د لوګر۷۲ سلنه پولیس مسلکي شوي او هیڅ وخت به له ولس سره ناوړه چلند ونه کړي.
د لوګر د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د دغه ولایت په ګډون د میدان وردګو او پکتیا لسګونه ماشومان او تنکي ځوانان ساتل کیږي.