د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د لیدلو په پلمه دغه ریاست ورغلو. ښاغلي رسولي یوې لس مترۍ خونې ته هدایت کړو کوم چې هلته ۲۰ تنه مراجعین د خپلو دوسیو او چارو د تعقیب او سوال او ځوال په تمه ناست وو.
د دې خونې په برسر کې د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي ناست و او د وطنوالو شکایتونه، غوښتنې او ستونزې یې په زغم اورېدلې. هېوادوالو هم خپلې ستونزې او غوښتنې په خپل وار او جزیاتو سره وړاندې کولې؛ دغه راز راغلو خلکو خپلې خبرې او غوښتنې په وار وار تکرارولو دوی فکر کولو ګواکې لوی څارنوال یې په موخه نه دی پوی شوی.
د دې لړۍ په جریان کې یوه سپين سرې مېرمن دغې خونې ته راغله او په نیولي غږ یې وویل، چې د ګذر وکیل یې کور په زور غصب کړی دی او له کوره یې شړلې ده. ورته وخت کې یو بل سپین ږیري سړي شکایت درلود او ویې ویل، چې دا څوم کال دی د زوی د وژنې دوسیه یې لا هم بې برخلیکه پاتې ده.
په دغه شاوخوا یوه ساعت کې چې هلته وم ذهن مې د هر یو وطنوال له ستونزې سره ورګډېده او هک حیران شوم چې خلک له څومره ستونزو سره مخ دي او څومره دوسیې پر یو بل پېټی کېږي او د دې ټولو څېړل زښته حوصله غواړي.
کله چې د لوی څارنوال له دفتر راووتم له څوو تنو هېوادوالو سره مې خبرې اترې وکړې چې د خپلو دوسیو د پوښتنې په پار راغلي وو. هغوی ټولو د لویې څارنوالۍ له دې نوښته چې په ټاکلې ورځ خلکو سره مخامخ په ستونزو خبرې اترې کوي خورا خوښ وو.
ویل یې دا لومړی ځل دی چې د حکومت یو لوړپوړی له خلکو سره په ستونزو مخامخ خبرې کوي.
یو په عمر پوخ سید مولاشاه چې له لویې څارنوال ځینې یې د خپل زوی د راخوشې کېدو امر اخیستی و، وايي نږدې ۶۰ کلن دی او دا یې په ژوند کې لومړی ځل دی چې له یو لوړ پوړي حکومتي مامور سره مخامخ ویني.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، دوی په اوونۍ کې د دوشنبې ورځ د خلکو د ستونزو اورېدو لهپاره ځانګړې کړې ده. ښاغلی رسولي زیاتوي، لوی څارنوال د هرې دوشنبې په ورځ له ۱۵۰ تنو هېوادوالو سره له نږدې د هغو په ستونزو خبرې کوي او د شپې تر ۱۰ بجو له خلکو سره د هغوی په مسایلو لیدل لري.
د جمشید رسولي په باور د دوشنبې ورځو خبرې اترې د دې لامل شوي چې لویه څارنوالي د ادارو د کم کارۍ موضوع هم درک کړي او د خلکو چارو څېړنې بهیر چټک کړي. په همدې دلیل لویه څارنوالۍ بریالۍ شوې چې د دوشنبې په ورځو له ۶ زرو زیاتې دوسیې وڅېړي او حکم پرې صادر کړي.
کله چې له لویې څاروانوالۍ راووتلو، مدامې په دې فکر کولو چې ای کاش ټول لوړپوړي دولتي چارواکي په اوونۍ کې یو ورځ خپلو هېوادوالو ته د خبرو او لیدنو لهپاره ځانګړې کړي ترڅو د خلکو درد، ستونزې او غوښتنې له نږدې واورې.