لویه څارنوالۍ د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د جنسي‌ځورونې تورونه څېړي

د افغانستان لویې څارنوالۍ د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د جنسي‌ځورونې جدي څېړنې په پار د یو مکتوب په صادرلو سره پلاوی ټاکلی دی.

مکتوب کې له ټاکل شوي پلاوی غوښتل شوي چې د جنسي‌ځورنې په موضوع کې د ښکیلو کسانو د هویت پټ ساتلو ترڅنګ په‌دې برخه کې بشپړ شواهد او اسناد برابر او د پېښې عاملان تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي او قانوني چلن ورسره وکړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ وروسته له هغې د جنسي‌ځورونې د راپورونو د څېړلو امر وکړ چې (ګارډین) ورځپاڼې پرون د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې سره د افغان فوټبال فدراسیون د مشر کرام‌الدین کریم په شمول د یو غړي له‌خوا د جنسي‌ځورونې راپور خپور شو.

په یاد راپور کې فوټبال نړۍوالې شورا (فیفا) هم ویلي وو چې دوی له موضوع نه خبر دي او په جدي ډول دغه ستونزه څېړي او له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې د افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو ژوند وژغوري.

په همدې حال کې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې امریکایۍ روزونکی کیلي لینډسي او په فوټبال فدراسیون کې د ښځینه فوټبال څانګې پخوانۍ مشره او لوبغاړې خالده پوپل ـ چې اوسمهال په ډنمارک کې ژوند کوي ـ ګارډین ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي دي چې د دې د یو نیم کال څېړنې ښیي چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړې په فزیکي او جنسي توګه ځورول شوي او د جبري زنا او مرګ اخطارونه ورکړل شوي.

د نوموړې په وینا، د افغانستان فوټبال فدراسیون په مرکزي دفتر کې د فدراسیون مشر کرام‌الدین کریم دفتر د خوب تخت هم لري چې دروازه یې یوازې د هغه په ګوته خلاصېږي او کله چی ښځینه لوبغاړې وردننه شي؛ په خپله خوښه نه شي راوتلی.

هغې زیاته کړې، ۲ نارینه کارکوونکیو روان کال د اردن په تمریني کمپ کې له افغان ښځینه لوبغاړیو سره فزیکي او جنسي‌ځورونې هڅي وکړې چې په‌دې اړه یې د فوټبال فدراسیون مشر کرام‌الدین کریم ته هم شکایت وکړ؛ خو دغه چارواکیو ته یې د سزا پر ځای د فدراسیون په بله څنډه کې دندې ورکړل شوې.

د خالدی پوپل وینا، دوی هغه مهال دا موضوع له فوټبال اسیایي شورا سره هم شریکه کړه؛ خو هغوی هم د دوی غږ ته مثبت ځواب ونه ویلو؛ خو یادې شورا له ګاردین سره په مرکې کی دا خبره رد کړې‌ده.

په همدې حال کې د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکیو هم پرون په یوې خبري غونډه کې د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له‌خوا ټول لګېدلی تورونه رد کړل او هغه یی بې‌اساسه وګڼل او دغه تورونه یې د افغانستان د ښځینه فوټبال او د افغانستان نوم او ملي ګټو له‌پاره خطرناک وبلل.

د فوټبال فدراسیون سکرترجنرال علي‌رضا اغازاده وویل چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړیو د هر قسم ځورونې پر وړاندې د هېڅ قسم زغم پالیسي نه‌لري او دغه راز یې په (ګارډین) ورځپاڼې هم نیوکه وکړه چې تل د مسلمانو ښځینه لوبغاړیو په حجاب نیوکې کوي او دې موضوع ته لمن وهي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړیو سره د فوټبال فدراسیون د چارواکیو له‌خوا د جنسي‌ځورونې د راپورنو له را برسېره کیدو سره د افغانستان ملي لوبډلو د لباس مالي ملاتړکوونکي ډنمارکۍ (هیومل) شرکت هم له افغان فوټبال فدراسیون سره لارې جلا کړې.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړیو له‌خوا د جنسي‌ځورونې راپورونو هغه مهال زور واخېست چې کله له ملي لوبډلې پاتو شویو بهرمېشتو ښځینه‌وو لوبغاړیو د افغانستان فوټبال فدراسیون له‌خوا شوی قرارداد  یو طرفه یاد کړ او هغه یې لاسلیک نه‌کړ چې له‌مخې یې د اوزبیکستان په کوربتوب د مرکزي اسیا فوټبال ټورنمېنټ څخه هم پاتې شوې.

په همدې حال کې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د خپل فوټبال تاریخ تر ټولو ناکامه سفر په اوزبیکستان کې پای ته ورسولو چې ټولې سیالۍ یی سیالانو ته وبایللې او وروستی مقام یې خپل کړ.

د مرکزي اسیا لومړی پړاو ښځینه فوټبال جام سیالۍ د اوزبیکستان په پلازمېنې تاشکند کې وشوې چې د یاد زون کې د ۵ هېوادونو ښځینه فوټبال ملي لوبډلو برخه اخېستې وه.

افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په ټول ټورنمېنټ او ۴ سیالیو کې هېڅ کوم ګول ترسره نه کړ؛ خو نورو لوبډلو د افغانستان خلاف ۳۲ ګولونه ووهل چې د کوربه اوزبیکستان لوبډلې ۲۰ ګولونه هم په‌کې شامل وو.

د یادونې ده چې د مرکزي اسیا ښځینه فوټبال جام سیالۍ پرون په تاشکند کې پای ته ورسېدې چې اوزبيکستانۍ لوبډلې د ۴ واړو سیالیو په ګټلو سره د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

دغه راز د سیالیو په پای کې ایران دویم، تاجیکستان درېیم، قرغزستان څلورم؛ خو افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې بیا وروستی یا ۵م مقام ترلاسه کړ.

اوزبیکستانۍ فوټبال ملي لوبډلې ته د اتلولۍ جام او افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته د دې ټورنمېنټ ځانګړی ایوارډ ډالۍ شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام