لویدیځ ولایتونه؛ واورې او سېلابونو درانه مالي زیانونه اوړلي

تېرې یوې اوونۍ کې فراه ولایت کې بې‌مخینې بارانونه شوي او له امله یې سېلابونه راوتي دي.

د فراه له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عبدالقدیر الهام د دې ولایت پشت‌کوه، اناردره، خاکسفید، پشترود او بالابلوک ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو راوتو په پایله کې د اوښتو زیانونو کچه لوړه بولي.

ښاغلی الهام سلام‌وطندار ته وايي، د لومړنیو ارزونو له‌مخې، پشت‌کوه ولسوالۍ کې ۲۵۰ کورونه په بشپړه او قسمي توګه له منځه تللي او همداراز، اناردرې ولسوالۍ کې ۱۰۰ دوکانونه او ۱۰۰ کورونه وران شوي. د ده په خبره، دا لومړني معلومات دي او له څوو نورو ولسوالیو هم راپورونه ور رسېدلي دي.

ورته مطالب:

بغلان؛ ۳ زره کورنۍ په واورو کې ګیر دي

سلګونه کسان د بامیان ـ غور پر لویه لار بند پاتې دي

سمنګان؛ کورني بې‌ځایه شوي سختې شپې او ورځې تېروي

د فراه له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس په وینا، د دغو سېلابونو پایله کې، ۶ کسانو هم ژوند بایللی دی.

دی زیاتوي، خاک‌سفید، پشت‌رود او بالابلوک ولسوالیو کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د اوبو څاګانې، باغونه او پلچکونه وران شوي‌دي.

د فراه له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ټینګار کوي چې زیانمنو شویو سره یو لړ بېړنۍ مرستې شوي؛ خو دغه مرستې بسنه نه کوي او هغه له مرسته کوونکو بنسټونو د ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د فراه د کرنې رییس منان متین وايي، د ورښت کچه سل په سلو کې لوړه شوې؛ خو د اوبو بندونو نه‌شتون په دلیل، دغه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.

هاخوا د هرات له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عبدالحمید مبارز حمیدي هم وايي، دغه ولایت کې د وروستو سېلابونو پایله کې، ۶ کسان وژل شوي، ۴ نور ټپي دي او څه باندې ۲ سوه کورونه هم وران شوي‌دي.

د ښاغلي حمیدي په وینا، د هرات ښار ترڅنګ انجیل، ګذرې، ادرسکن، زندهجان، غوریان، چشت، کهسان او رباط سنګي ولسوالیو کې هم سېلابونو زیانونه رامنځته کړي‌دي.

پر دې ټولو سربېره، بادغیس ولایت کې هم د درنې واورې ورېدو د دغه ولایت اوسېدونکیو ته ستونزې جوړې کړي.

د بادغیس محلي مسوولان وايي، دې ولایت کې د بې‌مخینې واورې ورښت لامل شوی، چې د بادغیس ـ هرات لویه لار د باروړونکو موټرو تګ ـ راتګ له‌پاره وتړل شي.

د بادغیس مرستیال والي سید محمد میرزا زاده سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت د ټولګټو ریاست ډلې د بند سبزک برخو ته لېږل شوي او د بادغیس ـ هرات لویه لار به ډېر ژر د باروړونکیو موټرو پرمخ پرانیستل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام