د لوګر مرکز پلعلم په لویو لارو کوڅو او مارکېټونو کې لسګونه ماشومان په درندو کارونو بوخت دي چې د کم مزد په بدل کې له سهاره تر ماښامه د خلکو درانه پېټې چلوي او لهدې لارې کورنۍ ته یو مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.
ځېنو دغو ماشومانو سلام وطندار ته وویل چې د بېوزلۍ او ناچارۍ دغه درانه کارونه کوي.
دولس کلن خلیلالله او مسافر خان وايي چې په کور کې د ګټې ـ وټې څوک نهلري مجبور دي چې کار وکړي او د کور اقتصادي بوج په کمکیني وجود په غاړه واخلي.
دوی وايي، په شین سهار د دې پر ځای چې د زدهکړو پر خوا لاړ شي؛ د کار پر لور ځي او ټوله ورځ د کمو پیسو په بدل کې پردي بارونه په اوږو وړي.
دوی له دولته غواړي چې د کار ترڅنګ ورته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د لوګر د کار، ټولینزو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ماشومانو درانه کارونه اندېښمنوونکي بولي.
د دې ریاست رییس شاهمحمد ولیزوی سلام وطندار ته وویل، د فقر او بېوزلۍ له امله ماشومان اړ شوي چې د یوې مړۍ ډوډوۍ لهپاره له سهاره تر ماښامه په کوڅواو واټونو کې درانه کارونه وکړي.
د افغانستان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر فیض الله ذکي سلام وطندار ته وویل چې اوسمهال په ټول هېواد کې له ۲،۷ میلیونه کمعمره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.
دی د دې شمېر ماشومانو د کار علت وروستۍ جګړې، ګډوالي او بېوزلي ګڼي.
ښاغلي ذکي زیاته کړه، د دې ستونزې د حل لهپاره یې د دولت له ټولو څانګو سره خپل پلانونه شریک کړي چې هره څانګه پهخپله برخه کې د ماشومانو خوندیتوب په پار هڅې ګړندۍ کړي.
دا داسې مهال دی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په هېواد کې د ماشومانو خوندیتوب او د دوی ژوند ښه کولو لهپاره په لسګونو کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو کار کړی؛ خو بیا هم میلیونونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، چې ځېنې یې د انساني قاچاق او جنسي تېري ښکار شوي هم دي.