لوګر کې امنیتي ځواکونو په دولتي ځمکو جوړ شوي کورونه ویجاړ کړل

په لوګر ولایت کې امنیتي ځواکونو د محکمې د پرېکړې په بنسټ په دولتي ځمکو جوړشوي لسګونه کورونه ویجاړ کړل.

د لوګر سیمه ییز چارواکې وایې، چې یوزرو ۲۰۰ جریبه ځمکه د محکمې د پرېکړې په اساس دولتي ثابته شوې او په دغو ځمکو جوړشوي ناقانونه کورونه به ویجاړکړي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح  خبریالانو ته وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۵ ګڼه فرمان او د ولایتي ادارې د پرېکړې له مخې نن (چهارشنبه) د لوګر په مرکز پل علم  کې د امنیتي ځواکونو له لورې په دولتي ځمکه کې جوړ شوي تر سلو زیات کورنه ونړول شول.

صالح زیاته کړه، د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، څارنوالۍ، کرنې ریاست او د ښاروالي له خوا یو ګډ جوړي شوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې ترڅو ټول هغه کورونه او څلور د یوالۍ چې په ناقانونه ډول په دولتي ځمکو کې جوړ شوي دي  په درې ورځو کې ویجاړې کړي.

له بل لوري د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود احمدي وایي، په دغه ولایت کې ۱۷ سلنه دولتي ځمکې غصب شوي دي او دغه کمپاین به د غصب شویو ځمکو د خلاصون له پایه پورې دوام وکړي.

احمدي زیاته کړه، د محکمي او ولایت مقام له لوري ورته د غاصبینو لیست ورلېږل شوی دی او ډېر ژر به د دولتي ځمکو غاصبین ونیسي.

خو په ورته وخت کې د مرکز پل علم د کارت مامورین د سیمې یوشمېر اوسېدوونکو نن د یو لاریون په ترڅ کې د ولایتي شورا دروازه د اعتراز په دود وتړله.

لاریون کوونکو سلام وطندار ته وویل، چې امنیتي ځواکونه هغه کورونه هم ویجاړ کړي دي، چې دوی یې اسناد په لاس لري.

په دې اړه دوه تنه لاریون کوونکو خدای داد او رحمت الله  وویل، چې «امنیتي ځواکونو زموږ په ماشومانواو میرمنو کورونه نړولي دي؛ خلک مو نیول شوي او بندیان دي».

دوی وايي، چې د دولتي ځمکو د غصب پر مهال پولیس له غاصبینو پیسې اخلي او په هماغه وخت کې د دولتي ځمکو د غصب مخه نه نیسي.

دوی شکایت کولو، چې اصلي غاصبین ګرځي او دوی شخصي ځمکو جوړ شوي کورونه ویجاړ کړي دي.

خدای داد وویل، چې «امنیتي ځواکونو مې کور ویجاړ کړی دی او کور مې په زیات زحمت او په پور جوړ کړی و.»

خو ولایتي ادارې تر اوسه پورې د دغو خلکو د اعتراض په اړه څه نه دي ویلي.

د لوګر د ولایتي  ادارې د راپور له مخې په  دغه ولایت کې  ۳۴ زره جریبه دولتي ځمکه ۱۶ سوه غاصبینو له لوري لاندې شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام