لوګر؛ ناپېژاندو وسله‌والو یوه مور له ۳ لوڼو سره وژلې

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، تېره شپه ناپيژانده وسله‌وال د مرکز پل علم اړوند په التمور سیمه کې یوه کور ته اوښتي او د يوې کورنۍ ۴ ښځې يې وژلې دي.

د ياد ولايت د والي ویاند دیدار احمد لونګ سلام وطندار ته وویل چې د وسله‌والو په دغه برید کې یوه مور له درې لوڼو سره یو ځای وژل شوې او یوه نجلۍ او یو ځوان هلک ټپيان شوي دي.

لونګ وايي، ټپيان درملنې لپاره د کابل اېمرجنسي روغتون لېږدول شوي او زياته يې کړه چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

په ورته وخت کې د التمور سیمې اوسیدونکي وايي چې وسله‌والو د نورالله په نوم د یوې کورنۍ چې له هیچاه سره شخصي دښمنې نه لرله برید کړی او په ترڅ کې يې یوه مور له درې لوڼو سره یو ځای وژلې او خپله د کور څښتن نورالله له خپلې وړې خور سره ټپي شوی دی.

دوی وایي چې پېښه د امنيتي ځواکونو یوې امنيتي پوستې ته په سل مټرۍ کې شوې؛ خو د عاملانو په نیولو کې امنيتي ځواکونو بې غوري کړې ده.

د دې پېښې مسوولت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخيستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام