د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس متین بیک ملت ته د دولت راپور ورکولو په غونډه کې وویل، د افغانستان څه باندې ۷۰ سلنه وګړي د دولت تر واکمنۍ لاندې سیمو کې ژوند کوي او ان په هغو سیمو کې چې د طالبانو په واک کې دي، هم خلکو ته دولتي خدمتونه وړاندې کوي.
د نوموړي په وینا، اوس د هېواد ۲۰ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.
په همدې حال کې د کابل ښاروال احمدذکي سرفراز هم په یاده غونډه کې وویل، کابل ښاروالي په تېر کال کې ۴ میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي چې تر دې وړاندې دومره عواید نه وو راټول شوي.
اړوند مطالب:
«د ملا امامانو بستونه رسمي او معاشونه یې لوړ شوي»
ایران او پاکستان کې ۳میلیونه کډوال قانوني اوسېدلی شي
نوموړی زیاتوي، په کابل کې یې د ځمکو له غصب نه د مخنیوي لپاره یوه ۴۰۹ کسیزه ډله هم جوړه کړې ده.
د کابل ښاروال وویل، د دغه ولایت په ۲۲ ناحیو کې د پتې موندلو لومړنۍ نقشې پر چمتو کولو هم کار روان دی.
د کابل ښاروالي مسوولان زیاتوي، په ښار کې یې د صفایۍ څه باندې ۳۸ زره کتابچې هم وېشلې دي.