له ۱۱ کالو نه ټیټ عمره ماشومان له غالۍ اوبدلو منع کړﺉ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا نن (سه شنبې) په کابل کې یوې غونډې ته دغه مطلب څرګند کړ.

ښاغلي رسا زیاته کړه، چې د غالیو«قالین» په اوبدلو کې د ماشومانو له کاري ځواک نه ګټه اخیستل ماشومانو ته زیان رسوي.

د رسا پر وینا، افغانستان هغه هېواد دی، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقوقو سازمان کنوانسیون یې لاسلیک کړی دی، ځکو خو اړ دی، چی د همدې کنوانسیون له مخې د ماشومانو دروند کار د قانون خلاف وګڼي او له ۱۱ کلنۍ ټیټ عمره ماشومان کار ته پرېږنږدي.

ده زیاته کړه، د ماشومانو د حقوقو سازمان په کنوانسیون کې راغلي، چې له ۱۱ کلونو نه تر ۱۸ کلونو پورې ماشومان او تنکي ځوانان باید په اونۍ کې ۳۵ ساعته کار وکړي.

بل لوري ښاغلي رسا وویل، په افغانستان کې د غالیو صنعت مخ پر وده روان دی او هڅه یې دا ده، چې بهر ته د غالیو صادراتو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ده همداراز وویل، چې په دې اړه د (ترکش ایرلاین) په نوم له یوه بهرني هوایي شرکت سره تړون لاسلیک شوی، چې په مرسته به یې افغاني غالۍ په ښو شرایطو بهر ته صادرې شي.

د سوداګرۍ وزیر پر وینا، اوس شاوخوا یو نیم میلیون خلک په مستقیم او غیر مستقم ډول د غالیو په صنعت بوخت دي.

دغه راز د سوداګرۍ او صنایو وزارت چاواکي وایي، سږ کال د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ورستيو راپورونو کې ویل شوي دي، چې په افغانستان کې کوچنیان په سختو شرایطو کې ژوند کوي او زیات شمېر یې په درندو کارونو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام