له نهو کلونو وروسته د حقیقت موندنې کمېسیون بیا هم ځواب نه لري

بغلان ولایت کې د ولسي جرګې د پخوانیو وژل شویو وکیلانو د نهم تلین په یاد نن ورځ په کابل کې غونډه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې حکومت تل د پېښو د څېړلو په موخه د حقیقت موندنې کمېسیونونه جوړ کړي، خو د دغو کمېسیونونو موندنې او څېړنې نه دي جوتې شوي.

د ابراهیمي پر وینا، که د پېښو د پلټنې ژمنې ریښتنې وي، نو خامخا به یې هڅې یوه پایله ورکوي.

په ورته وخت کې د مصطفی کاظمي ورور سید علي کاظمي او د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، له کلونو راهیسې غوښتنه کوي، چی د لړم ۱۵مې پېښه دې وڅېړل شي؛ خو حکومت یې پر غوښتنه عمل نه کوي. 

کاظمي وايي، د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې د بغلان پېښې د څېړلو ژمنه ورکړې وه، خو تراوسه يي په دې برخه کې هېڅ کارنه دی کړی.

د ولسي جرګې دغه وکیلان وايي، د بغلان ولایت د پېښې په تړاو د پردې تر شاه له ځینو مسایلو خبر دي، خو د وضیعت د خرابېدو له امله یې نه شي په ډاګه کولی.

دوی وايي، د بغلان  پېښې په رسوا کېدو سره حکومت ډېر زیان ویني.

مصطفی کاظمي او د ولسي جرګې پنځه نورو وکیلانو په ۱۳۸۶ کال د لړم په ۱۵مه نېټه بغلان ولایت تللي وو، چې د راپورونو له مخې د ځانمرګي برید له امله ووژل شول.

په همدې اړه هغه مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي د پېښې د پلټنې په موخه کمېسیون ګومارلی و، خو د کمېسیون پایلې تراوسه له خلکو او رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام