د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوکټي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان څارګرې ادارې درې مهم طالب لوړپوړي چارواکي نیولي دي.
سر فراز بوکټي د دغو طالب مشرانو نیولو لامل د طالبانو له مشر ملا هیبت الله سره د اختلاف ترڅنګ د افغان سولې مخالفت کول بولي.
د راپورونو له مخې د پاکستان څارګرې ادارې دغه طالب چارواکي د کوټې په ختیځ لور پټلۍ پمپ سیمه کې نیولي دي.
په نیول شول کسانو کې د طالبانو مالي مسوول ملاعبدالصمد ثاني، د دایکندي له پاره د طالبانو له خوا پخوانی ټاکل شوی ولسوال سلیمان اغا او د طالبانو د سترې محکمې رییس ملا عبدالله نانی چې د طالبانو د کوټې شورا مهم غړي دي، د پاکستان څارګرې ادارې نیولي دي.
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې، چې نیول شوی کسان دې د طالب مشر او افغان سولې مخالفان وو، ردوي.
د سیاسي چارو شنونکی کابل خان تدبیر وايي، چې پاکستاني چارواکو یوازې دغه درې طالب مشران نه، بلکې د کوټې له بېلابېلو سیمو ډېر نور طالبان هم نیولي چې له افغانستان سره د سولې پلوي دي.
بل خوا د چارو بل شنونکی فاروق بشر بیا وايي ښايي، د پاکستان څارګرې ادارې دغه دری طالب مشران له ملا هیبت الله سره د مخالفت او د ملا رسول پلوي په تور نیولي وي.
د بشر پروینا ملا هیبت الله د پاکسان په اشاره کار کوي، خو ملا رسول بیا د دوی خلاف دی.
د رپوټونو له مخې د طالبانو اوسنی مشر ملا هیبت الله روسیې ته په سفر تللی، چې د شنونکو پر باور طالبان هڅه کوي په اوسنیو شرایطو کې د روسیې په شان ستر ملاتړی ولري.