له طالبانو سره د مېلر لیدنه بې‌پایلې وه

په قطر کې د طالب استازیو او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر ترمنځ د سولې خبرې اترې له تېرو دوو ورځو راهیسې روانې دي.

که څه هم د سولې خبرو په دغه پړاو کې تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، سکاټ مېلر بېرته کابل ته راغلی او د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د هغې په وینا، مېلر له طالب استازو سره د اوربند او له هېواده بهر، په ځانګړې توګه پاکستان کې د طالبانو پر مرکزونو خبرې کړي، خو په وینا یې، دواړه لوري په دې برخه کې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي ناستې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره په لیدنه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل مهم بللي و.

په همدې حال کې یوه پخواني طالب چارواکي مولوي قلمالدین سلاموطندار ته ویلي چې تېره ورځ د امریکایي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د سولې هوکړهلیک د لاسلیک کولو د نېټې او ځای په اړه خبرې شوي، خو په وینا یې، ځینې کړۍ شته چې غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د روانې جنوري میاشتې تر پایه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک لاسلیک او بیا به بینالاافغاني خبرې پیل شي.

خو اوس داسې ښکاري چې د هوکړهلیک لاسلیک ته لا هم وخت شته او د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اډو او له دغه هېواده یې د وتلو په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ چنې روانې دي.

اړوند مطالب:

«۶۷ سلنه افغانان امارت نه مني»

ارګ: له اوربند پرته به د سولې هڅې بې پایلې وي

سيګار: له ټوپکيانو د امريکا ملاتړ د طالبانو د ځواکمنتيا لامل شوی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام