د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک تر لاسلیک یوه ورځ وروسته یادې ډلې پر افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو د پيل خبر ورکړ.
د سولې هوکړهلیک له لاسلیک نه د یوې اوونۍ په تېرېدو، طالبانو په هلمند، هرات، فراه، بادغیس، کندوز، کندهار، تخار، ننګرهار، پروان، نورستان، لغمان او غور ولایتونو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
په دغو ولایتونو کې سیمهییزو چارواکیو سلاموطندار ته ویلي چې په یادو بریدونو کې ۳۰ امنیتي ځواکونه او ۱۹ ملکیان وژل شوي او لږترلږه ۳۱ امنیتي ځواکونه او ۱۷ ملکیان ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا، د بریدونو په پایله کې ۲۰ وسلهوال طالبان هم وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
هلمند په تېره یوه اوونۍ کې د امنیتي ځواکونو او ملکیانو ډېره مرګژوبله لرله.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په تېره یووه اوونۍ کې نږدې لس ماینونه چاودلي چې له کبله یې افغان ځواکونو او ملکیاتو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه وايي، وسلهوالو طالبانو په یاده موده کې پر افغان ځواکونو بریدونه هم کړي چې له کبله یې ۸ سرتېري وژل شوي او شاوخوا لس نور ټپیان دي. د ځواک په وینا، په یادو بریدونو کې د افغان ځواکونو په پرتله طالبانو ته ډېره مرګژوبله اوښتې ده.
له هلمند وروسته، هرات هغه ولایت دی چې طالبانو پهکې زیات بریدونه کړي. دغه بریدونه په کشکرباط سنګي، شینډنډ او پښتون زرغون ولسوالیو کې شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د طالبانو په بریدونو کې ۷ ملکیان او ۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۷ ملکیان ټپیان دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته کندوز ولایت هم د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد و.
د کندوز د امنیې قومانداني ویاند هجرتالله اکبري سلاموطندار ته وویل، په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو څلور ځله د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۸ پولیس او ۱۰ وسلهوال طالبان ووژل شول.
د پامیر ۲۱۷ قولاردو مرستیال ویاند عبدالهادي جمال وايي، د پوځي ځواکونو پر یوه پوسته د طالبانو په بریدونو کې ۷ سرتېري وژل شوي دي.
د تخار د امنیې قومانداني ویاند خلیل اسیر هم وايي چې په تخار کې د تاوترخوالي اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته، طالبانو د کندوز– تخار پر لویې لارې د تلاشي پوسته جوړه کړې وه او خلک یې ځورول.
د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو د طالبانو د کمېسیون مرستیال ملا یعقوب په ګډون دوه کسان هم نیولي دي.
کندهار هم هغه ولایت دی چې تازه پهکې د سړک غاړې دوو ماینونو د چاودنې له کبله ۴ طالبان وژل شوي او ۲ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
په ننګرهار، لغمان، نورستان او فراه ولایتونو کې سیمهییز چارواکي وايي چې طالبانو په تېره اوونۍ کې څو ځله د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل، خو د امنیتي ځواکونو له لوري پر شا وتمبول شول.
اړوند مطالب:
کندوز کې د طالبانو بېپيلوټه الوتکه غورځېدلې