له انساني ناورین مخکې باید د سالنګ لار ورغول شي

د بغلان ولایت د ټولګټو ریاست رییس شفیق الله رحماني سلام وطندار ته وویل، د شمالي سالنګ لار، چې د بغلان اړوند ده، خورا کنډوکپره ده؛ که تر راتلونکي ژمي پورې ونه رغول شي تګ راتګ به پرې ناشونی وي.

دی وايي، چې د سالنګ سړکونه د لوی تونل له خولې تر خنجانو ولسوالۍ پورې په پوره ډول تخریب شوي دي، که ونه رغول شي د ژمي په اوږدو کې به انساني ناورین رامنځته کړي.

د رحماني په اند، د سالنګ لارې پرانیستې ساتلو مسوولیت د سالنګونو ساتنې او څارنې ادارې دنده ده، خو تراوسه د دې ادارې چارواکو د سالنګ لارې بیارغونې خبرنه دی ورکړی.

په ورته وخت کې د سالنګونو ساتنې او څارنې ادارې مسوول جنرال رجب سلام وطندار ته په ټیلیفوني اړیکه کې وویل، چې د سږني ژمي په اوږدو کې د سالنګ لارې پرانیستې ساتنې له پاره نوي تدبیرونه ترلاس لاندې لري.

رجب وايي، د دې لارې زیانمنونکې برخې پخې شوي او د تونلونو ځینو برخو کې کار روان دی. 

جنرال رجب پر دې لار تلونکو کسانو ته ډاډ ورکوي، چې په را روان ژمي کې به پر دې لاره له هېڅ راز ستونزې سره مخ نه شي.

شمالي او سویلي سالنګ په ژمي کې له واورینو لارو ده، چې ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي او هر کال د واورې ښویېدنې او طبیعي پیښې له مسافرو قرباني اخلي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام