له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر نا معلوم دی

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند برایان تریبوس د یوې خصوصي داخلي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي، چې تر اوسه پورې له افغانستان نه د ۲۰۶ زېږدیز کال تر پایه پورې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر معلوم نه دی.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د تېر کال په وروستۍ میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتېري پاتې دي او دغه شمېر پوځیان به د ۲۰۱۶ م ز کال تر پایه پورې له افغانستانه ووځي.

تریبوس زیاته کړې، چې افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسله به د روان کال له مني او د افغان امنیتي ځواکونو له ارزونې وروسته به پرېکړه وشي.

نوموړی وايي، چې جان کمپبل به د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو له ارزونې وروسته به په دې اړه خپل راپور سپينې ماڼۍ ته وړاندې کړي.

د امریکايي ځواکونو ویاند په افغانستان کې د طالبانو او داعش جنګیالیو حضور د اندېښنې وړ ګڼلی.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره هډه جوړه وي.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وړاندې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د بشپړو وتلو خبرې ګرمې وي، خو د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون تر لاس لیک وروسته دغه خبرې له منځه لاړې.

دغه هوکړه لیک په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو شتون ته قانوني بڼه ورکړل شوه.

د دې تړون پر بنسټ د امریکا متحده ایالات مکلف دي، چې تر  ۲۰۲۴ م ز کال پورې د افغان ملي اردو سرتېرو تمویل او روزنه وکړي.

د دغه هوکړه لیک له مخې به امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۴ م زیږدیزکال پورې په هېواد کې د ترهګرو خلاف عملیات کوي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د امریکا په ګډون د نړۍ ۴۹ هېوادونه په افغانستان کې حضور درلود.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام