لاریونوال: بین‌الافغاني سوله او اوربند غواړو

د سولې ولسي کاروان په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو او د سولې د تامین لپاره کونړ ته تللي او هلته یې کلي په کلي او کور په کور د سولې غږ له خپرول ووروسته د یاد ولایت په مرکز کې ستر لاریون وکړ.

سلګونو کونړیانو چې له یاد کاروان سره یې په یوه غږ د بدرنګې جګړې پای ته رسولو شعارونه ورکول، د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل ترڅنګ دې تلپاتې اوربند وکړي.

د سولې ولسي کاروان ملاتړي وايي، له جګړې ستړي شوي او په ټول هېواد کې د امن او سولې غوښتونکي دي.

د دغه کاروان مشر اقبال خیبر پر افغانانو غږ وکړ چې نور دې په خپله خاوره کې د روانې پردۍ جګړې پر ضد غږ اوچت کړي، څو په هېواد کې یاده جګړه پای ومومي او سوله تامین شي.

طالبانو د هلمند سولې کاروان غړي «وهلي‌ډبولي دي»

د هلمند سولې کاروان غړي له طالبانو سره ګوري

د هلمند سولې کاروان وروسته له خیبرپښتونخوا د کابل پر لور د سولې خوځښت پيل شوی

نوموړي له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې د بین‌الافغاني خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د بدرنګې جګړې د پای ته رسولو په پار تلپاتې اوربند اعلان کړي.

خیبر زیاتوي، له طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې ځکه ورته د منلو نه‌دي چې په وینا یې، عام ولس ترې ناخبره دی او وېره شته چې د پردې تر شا د واک پر سر د ولس په قربانیو لوبې وشي.

د سولې ولسي کاروان فعالیت د هلمند د لښکرګاه ښار په یوه سپورټي لوبغالي کې له ځانمرګي برید وروسته چې له کبله یې ۲۰ کسان ووژل شول، په هلمند کې پیل او وروسته د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د سولې او امن چیغه پورته شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام