که څه هم د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ د ځینو اختلافونو له کبله د سولې خبرواترو پر کړنلارې او اجندا بحث یوه ورځ ځنډېدلی و، خو دواړو لوریو نن بیا سره لیدلي دي.
د دولت په مرکچي پلاوي کې یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې د دواړو خواوو د تماس ډلو نن بیا ګډه غونډه جوړه او پر ځینو اختلافي مواردو بحث کوي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یوشمېر غړي په قطر کې د سولې خبرو پر څرنګوالي او دا چې جرګه او ولس د یادو خبرو پر جزیاتو نه خبرېږي، اندېښنه ښيي.
د ولسي جرګې غړی غفارخان وايي، په قطر کې د خبرو ځنډ ښيي چې د مرکچي پلاوو ترمنځ ستونزې شته او پهکار ده چې دواړه لوري یې حل او ولس له جګړو او بدمرغیو وژغوري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بېګاه د دغه هېواد کانګرېس ته له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو او په دوحه کې د دولت او طالبانو د خبرو په اړه وضاحت ورکړی دی.
خلیلزاد ویلي، که طالبان د دوحې هوکړهلیک پر ژمنو عمل و نه کړي، امریکا به له افغانستان نه خپل پوځیان و نه باسي او له طالبانو سره د یاد هوکړهلیک له مخې، د امریکا هر اقدام پر شرطونو ولاړ دی.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د پنځهاویایمې کلنۍ ناستې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو کار کوي او ډېر ژر به له دغه هېواد نه خپل پوځیان وباسي.
په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د بلخ له اوسېدونکو سره په لیدنه کې ویلي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو په خبرو کې ځینې پرمختګونه شوي او په وینا یې، دواړه لوري باید پر هغه څه هوکړه وکړي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم وي.