قطر کې د افغان سولې خبرې جدي پړاو ته رسېدلي

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د افغان سولې په اړه پنځم پړاو خبرې نن پنځلسمې ورځې ته ورسېدې.

که څه هم په رسمي توګه د دې غونډې جزیات نه‌دي خپاره شوي، خو طالبانو ته یوه نږدې سرچینه وايي، د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې په جزیاتو روانې دي او دواړه لوري هڅه کوي چې د سولې په هوکړه‌لیک کې هېڅ ډول ابهام پاتې نه‌شي.

د سرچینې په وینا، د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د روانو خبرو اترو پر مهال په اصولو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دا چې افغانستان به د ترهګرو پر ځالې نه بدلېږي، هوکړه شوې ده.

د سرچینې په وینا، دواړو لوریو د افغان دولت او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون ترڅنګ، د افغان حکومت او طالبانو پر اوربندې هم خبرې کړې دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، له طالبانو سره د امریکايي استازیو د تېرې ورځې ناسته د شپې تر نهو بجو غځېدلي او د سولې خبرو اترو په ځای کې د قطر لوړپوړي چارواکي هم لیدل شوي چې له طالبانو سره یې خبرې کولې.

په همدې حال کې دوحې ته تللي یو شمېر خبریالان وايي، ټاکل شوې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې اترې نن پای ته ورسېږي او په نږدې راتلونکي کې بیا له سره پیل شي.

اړوند مطالب:

د قطر په غونډه کې په جزیاتو بحث روان دی

د قطر غونډه ښايي دوه ورځې نوره هم وغځېږي

خلیلزاد: د قطر درې ورځنۍ غونډه ګټوره وه

په قطر کې د سولې غونډه دوې ورځې وځنډېده

خبریالان د دوحې په غونډه کې د حاضرو سرچینو له قوله وايي، تر اوسه د روان پړاو په خبرو اترو کې پرمختګ نه‌دی شوی.

د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرې په داسې حال کې روانې دي چې ولسمشر محمداشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په یادو خبرو کې د نه وضاحت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام