قطر کی د طالبانو او امریکایی پلاوي ترمنځ خبرې بیا پیل شوې

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین سلام‌وطندار ته وویل چې پرون د روژی لومړۍ ورځ د رخصتۍ له کبله خبرې و نه شوې، خو په وینا یې د خبرو لړۍ نن بېرته د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ نن پیل شوې ده او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

د نوموړي په وینا، یادې خبرې اترې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو ورټولې چې په وینا یې په دواړو برخو کې پرمختګ شوی دی.

شاهین زیاتوي، د دواړو لوریو تر منځ د خبرو له دوام نه دا جوتېږي چې یادې خبرې به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د طالبانو پخوانی دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او ویې ویل چې له امریکایي پلاوي سره پر هغو مسلو خبرې کېږي چې د دوی اړوند دي.

اړوند مطالب:

په قطر کې څه روان دي؟

ولسمشر: طالبان دې روژې ته په درناوي د سولې لار غوره کړي

ده زیاته کړه، کله چې پر ‌دې مسلو هوکړه وشي، بیا به د کورنیو مسلو په اړه بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

سهیل شاهین وویل، که دواړه لوري پر ټولو موضوعاتو هوکړې ته ورسېدل، ښايي بل پړاو خبرو ته اړتیا پیدا نه‌شي، خو که داسې و نه شول؛ نو د امریکا او طالبانو استازي به په راتلونکي کې بیا هم پر افغان سولې وغږېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هندوستان ته په خپل وروستي سفر کې د هغه هېواد له چارواکیو سره د قطر خبرواترو او د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو د رول په اړه خبرې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام