د اسیايي فوټبال د ۱۷م پړاو جام سیالۍ تر نږدې یوې میاشتې او ټولټال ۵۰ سیالیو وروسته د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب وروستي پړاو ته ورسېدې.
له جاپان وروسته د ۲۰۲۲ زېږدیز کال فوټبال نړېوال جام کوربه هېواد قطر هم وکولای شول چې د عربي اماراتو فوټبال ملي لوبډله د خپلو زرګونو نندارچیانو په موجودیت کې ماته کړه او د لومړي ځل لپاره د یادو سیالیو فاینل ته ورسېده.
د اماراتو لوبډلې مینهوالو د قطر تر بریا وروسته په لوبغالي کې کړکېچ جوړ کړ او د قطر منځنۍ لیکې لوبغاړی سالم الهجري یې پر سر وویشت.
دغه راز د لوبې د پیل پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ستونزو له کبله د قطر هېواد د ملي سرود سپکاوی هم وشو.
د یادونې ده چې د قطر او عربي اماراتو ملي لوبډلو بېګانۍ لوبه د فوټبال نړېوالې شورا رییس جیاني انفنټینو او د فوټبال د اسیايي شورا رییس شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه هم ولیدله.
قطر په دویمه یو اړخیزه (سیمي فاینل) لوبه کې چې د عربي اماراتو په پلازمیېه ابوظبي فوټبال نړېوال لوبغالي کې وشوه، ۴ د ۰ ګول په وړاندی کوربه لوبډلې ته ماتې ورکړه.
قطرفوټبال ملي لوبډلي لومړی دوه ګولونو د باولم خوخي او المعز پر مټ د لوبې لومړۍ نیمایي په ۲۲مه او ۳۷مه دقیقه کی ترسره کړ چې ورپسې د همدې لوبډلې دوه نورو لوبغاړیو د دویمې نیمایي په ۸۰مه او ۹۳مه دقیقه کې د حسنالحیدوس او حامد اسماعیل پر مټ ووهل او د پرلهپسی هڅو سره سره یې کوربه د عربي اماراتو فوټبال ملي لوبډله د ګول وهلو په ارمان پرېښوده.
تر قطر وړاندې د اسیا فوټبال جام ۴ ځله اتلې جاپانۍ فوټبال ملي لوبډلې د ګولونو نه په ډکه لوبه کې د ایرانۍ لوبډلې د فزیکي ګوزارونو او ناقانونیو سره سره، ایرانۍ فوټبال ملي لوبډلې ته ۳ د ۰ ګول په وړاندی ماتې ورکړه او فاینل ته ورسېده.
د فوټبال اسیایي شورا د مهالوېش له مخې به د اسیا ۱۷م پړاو فوټبال جام اتله لوبډله د راتلونکې جمعې په ورځ د فاینل لوبې په کولو سره، په ډاګه شي؛ په هغه ځای کې چې د دغه جام په ۶۳ کلن تاریخ کې قطر او جاپان د لومړي ځل لپاره یو له بل سره په (فاینل) کې مخامخېږي.
د ۱۷م پړاو اسیایي فوټبال جام سیالۍ د جنوري میاشتې په ۵مه نېټه د اسیا وچې د ۲۴ غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې د عربي اماراتو په ۴ ښارونو کې او ۸ لوبغالو کې یې لوبې وکړې چې تراوسه پهکې د قطر لوبغاړي المعز د ۸ ډېرو ګولونو پر مټ ټولټال ۱۱۳ ګولونه وهل شوي دي.