فیفا د افغانستان ۷ لوبڅاران په‌خپل نوم‌لړ کې ونیول

فوټبال نړۍوالې شورا (فیفا) د روان ۲۰۱۹ کال له‌پاره د لوبڅارانو نوم‌لړ خپور کړی چې له افغانستانه په‌کې هم د ۲ ښځینه لوبڅارانو (ریفري) په ګډون ۷ لوبڅاران اعلان شوي‌دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، له افغانستانه به غوره شوي لوبڅاران د اسیا وچې په بېلابېلو فوټبال، فوټسال او ساحلي فوټبال ټورنمېنټونو کې دندې ولري.

دا فدراسیون وايي، روان کال به له افغانستانه مخکښ افغان لوبڅار حلیم‌اغا شېرزاد د لوبڅار په توګه خو ننګیالی سادات او محمد شریف سروري به د مرستیال لوبڅارانو په توګه دندی پرمخ یوسي.

همدارنګه یاسمین حیدري چې د ۲۰۱۵ کال راهیسي د نړۍوالې لوبڅارې دنده لري؛ د ښځینه فوټبال لوبڅارې په توګه غوره شوې او فرشته شیخمیري د مرستیالې لوبڅارې په توګه دنده ترسره کړي چې روان کال به یې په نړۍواله کچه لومړۍ تجربه وي.

له افغانستانه بیا په فوټسال کې یوازې محمدتمیم حسیني د لوبڅار په توګه او په ساحلي فوټبال کې زین‌الدین شریفي د لوبڅار په توګه د روان کال له‌پاره له فوټبال نړۍوالې شورا  سره دندې ترلاسه کړې‌دي.

د فوټبال نړۍوالې شورا د لوبڅارانو کمېټې مشري ایټالوي پیرلويګي کولینا په غاړه لري چې د فوټبال تاریخ تر ټولو مهم لوبڅار هم شمېرل کېږي چې د قطري مرستیال ترڅنګ د بېلابېلو ۱۱ هېوادونو غړي هم لري.

د کولینا او د ده په مشرۍ د لوبڅارانو د کمېټې دنده د فوټبال نړۍوالې شورا  پورې تړلیو فوټبال، فوټسال او ساحلي فوټبال ټورنمېنټونو له‌پاره د لوبڅارانو او د هغوی د مرستیالانو ټاکل، څارل او روزل دي.

اوسمهال د نړۍ د بېلابېلو وچو او ۲۰۰ غړیو هېوادونو څخه سلګونه نارینه او ښځینه لوبڅاران او مرستیالان له فیفا سره د کال په بېلابېلو فوټبال، فوټسال او ساحلي فوټبال ټورنمېنټونو کې دندې ترسره کوي.

د افغانستان ترڅنګ تر ټولو زیات ۴۱ لوبڅارن له اسپانیې ټاکل شوي چې ورپسې له برازیله ۴۰، له ایټالیې ۳۹، له جاپانه ۳۳، له ایرانه ۳۳، له سویسه ۳۵، له امریکا ۲۵، له المانه ۳۶، له چینه ۳۱ او د فوټبال نړۍوال جام اتلې فرانسې څخه بیا ۳۶ لوبڅاران او مرستیالان غوره شوي‌دي.

همدارنګه له ازبکستانه ۲۶، له هنده ۱۸، له انګلستانه ۲۶، له عربي اماراتو ۲۲ او له پاکستانه ۸ لوبڅاران او مرستیالان د لوبڅارۍ دندې له‌پاره غوره شوي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام