فیض‌الله ذکي: راتلونکیو درېیو کلونو پورې ۲،۲ میلیونه کاري فرصتونه برابریږي

د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر فیض‌الله ذکي په کابل کې د کار ملي کنفرانس ته وویل، د کارموندنې په برخه کې روښانه موخې ټاکل شوي او پربنسټ یې تر راتلونکیو درېیو کلونو پورې خلکو ته ۲،۲ میلیونه کاري فرصتونه برابرېږي.

دی وايي، د دوه ورځني کنفرانس په ترڅ کې د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې ګټور او هراړخیز بحثونه وشول. زیاتوي چې د کاري فرصتونو د لارې نقشې جوړېدو ته اړتیا ده.

د ښاغلي ذکي په وینا، په کنفرانس کې پر دې ټینګار شوی چې په ملي کچه د کار ښه‌والي ته پام زیات شي، عملي پروژې په پام کې ونیول شي، په اقتصادي پراختیا کې د کوچیانو او ښځو ونډه په پام کې ونیول شي او دغه‌راز یوه کاري کړنلاره دې جوړه شي.

د کار ملي کنفرانس پای غونډې ته ولسمشر اشرف غني وویل د کاري فرصتونو رامنځته کول اړین دي. ولسمشر وايي، کله چې د ۲ عشاریه ۲ میلیونو کاري فرصتونو برابرولو اعلان ملت ته کوﺉ لومړی یې باید ټول اړخونه ارزول شوي وي او اړتیا ده په څوو اوونیو کې په دې برخه کې یو ضرب‌الاجل وټاکل شي؛ چی دا شمېرې وروستۍ شي.

د چارواکیو په خبره، د کار ملي کنفرانس پر دویمه او وروستی ورځ کې له ۲۰۰ د ډېرو دولتي او نادولتي موسېسو استازیو او د کابینې غړیو ګډون کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام