فلویډ می ویټر په سوک وهنه کې د پیړۍ اتل شو

دغه امریکایي سوک وهوونکي می ویتر د لوبڅارانو په پریکړه فیلیپیني منی پکوا ته د ۱۲ راونډونو په لوبه کې ماتې ورکړه او د اتلولۍ په ګټلو سره یې نیږدی  ۴ سوه میلیونه ډالرجایزه هم ترلاسه کړه او له همدی کبله د یویشتمی پیړۍ ترټولو قیمتي لوبه اعلان شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخی چې د (پیړۍ لوبه) په نوم د سوک وهنې دغه ستره او قیمتي لوبه د نیږدې ۱۷زره نندارچېانو په شتون کې د امریکې په لاس ویګاس کې اایالت (ایم جی ګرانډ) ورزشي سالون کې ترسره شوه چې په کې دلوبې ۳ واړو لوبڅارانو کوربه می ویتر اتل اعلان کړ.

ویل کېږي چې د سیالۍ لپاره ټکټ ۱۰ ډالره اعلان شوی و، چې بیا وروسته د لوبې هر یو ټکټ تر  ۸۰۰ا و ان تر ۴۰۰۰ ډالرو پوری وپلورل شو چې ښایي دغه یواځینۍ سیالۍ تر ۴ سوه میلیونو پورې ډالره عاید ترلاسه کړي.

مې ویتر مني پکوا ته په ماتې ورکولو سره تراوسه ټولټال د سوک وهنې په نړیوال ډګر کې ۴۸ سیالۍ ګټلې دي چې اوسمهال  په دې برخه کې د تاریخي اتل راکي مارسیانود ۴۹ بریاو په وړاندې یوه اتلولي وروسته دی.

امریکایي می ویتر داتلولۍ وروسته وویل چې د خپل سیال په ماتولو خوښ دی او باید چې دتړون له مخې له منی پکوا سره بله سیالۍ هم ترسره کړي.

په همدې حال کې د می ویتر په وړاندی بایلونکې سیال فیلیپینی منی پکوا چې د می ویتر په وړاندی یې سیالۍ د بریا په صورت کې د نړیوالې سوک وهنې وروستۍ سیالۍ یاده کړی وه د ماتې په پریکړه خوښ نه و او د فیلیپینی مینه والو په څیر یې وویل چې اتلولي یې ګټلی شوه خو د ملا ټپونو له کبله یې ماته وخوړه.

د فلویډ می ویتر په وړاندی ماته خوړونکي منی پکوا ټولټال ۶۵ نړیوالې سوک وهنې سیالۍ ترسره کړي چې ۵۷ یې ګټلي ۶ یې بایللي او ۲ یې برابری کړيدي.

د سوک وهنې مخکښ لوبغاړی فیلیپیني مني پکوا د خیل هیواد سیاسي غړی هم شمیرل کېږي چې په ۲۰۱۰ کال کې پارلماني ټاکنو ته هم ولاړ و او له همدې کال څخه ددې سیالۍ د ترسره کېدو تیاری پیل شوی وو.

دیادونې وړ ده چې دواړو امریکایي اتل فلویډ می ویتر او فیلیپیني مني پکوا دلوبې وړاندې ویلي وو چې خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره به د (پیړۍ لوبې) اتل وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام