فراه کې یو کیلو هنډوانه په یوه افغانۍ شوې

په فراه ولایت کې د شنو خونو محصولاتو بیې په بې‌مخینې توګه کمې شوي چې کروندګر یې خواشیني کړي دي.

د فراه یوشمېر کروندګر وايي، اوس د یو کیلو هندواڼې بیه یوه افغانۍ، د یو کیلو بادرنګو یوه نیمه افغانۍ او د یو کیلو رومي‌بانجانو او توربانجانو بیه دوه افغانۍ ده.

دغه کروندګر وايي، د شنو خونو محصولاتو بیه دومره کمه شوې چې د سبزیجاتو پر کښت لګول شوې پیسې هم نه‌ جوړوي.

د دوی په وینا، د شنو خونو محصولاتو ساتلو لپاره د سړو خونو نشتوالی، له هېواده بهر د سبزیجاتو نه صادرول او په دغه ولایت کې ناامنۍ لامل شوي چې د مېوو او سبزیجاتو بیه کمه شي.

نظرمحمد چې په فراه کې شنه خونه لري، سلام‌وطندار ته وویل چې د دوی له لوري د کرل شویو سبزيجاتو بیې په په بې‌سارې توګه ټیټې شوي چې په وینا یې، یوه کیلو هنډوانه په یوه افغانۍ شوې ده.

د فراه یو بل اوسېدونکی امیر محمد هم ولایتونو یا له هېواده بهر د شنو خونو د محصولاتو صادرولو ته د حکومت، په ځانګړې توګه د کرنې وزارت په نه پام نیوکه کوي او وايي، اوس په نورو ولایتونو کې د یو کیلو رومي بانجانو بیه ۴۰ افغانۍ ده، خو په دغه ولایت کې په دوه افغانۍ پلورل کېږي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي هم پر حکومت نیوکه کوي او وايي، په دغه ولایت کې د شنو خونو د محصولاتو بیه دومره ټيټه شوې چې ان کرونګر ښار ته د خپلو محصولاتو د لېږدولو لګښت هم نه‌شي پوره کولای. د نوموړي په وینا، حکومت، په ځانګړې توګه د کرنې وزارت باید د یادو مېوو او سبزیجاتو لپاره بازار پیدا کړي.

خو د فراه د کرنې رییس منان متین وايي، په دغه ولایت کې د شنو خونو محصولاتو بیه د سبزیجاتو او مېوو د حاصلاتو زیاتېدو او د تېرو څو ورځو رخصتیو او ناامنیو له کبله ټيټه شوې ده.

د نوموړي په وینا، سږ کال یوازې د هندواڼې حاصلات له ۶۷۰ زره ټنه ۷۹۰ زره ټنه ته زیات شوي چې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د فراه د کرنې رییس همدارنګه وايي، اوس په دغه ولایت کې د ۵۰۰ ټنه مېوو ساتلو په ظرفیت د یوې سړې ‌خونې جوړولو طرحه په ملي تدارکاتو کې د ارزونې په پړاو کې ده او تمه لري چې په روان کال کې به یې چارې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام