فاریاب کې رنجر یو تن وژلی او ۳ یې ټپیان کړي

فاریاب پولیسو د رنجر ناقانونه ګړندي تګ له امله یو تن وواژه او ۳ نور یې ټپیان کړل.

د فاریاب ولایت د پولیسو رنجر موټر د یو ماشوم او دوه سړیو له وهلو وروسته له سیمې تېښته کړې، چې د تېښتې پر مهال یې ۶۰ کلن سړی د رنجر د ټیرونو لاندې کړی دی.

د دغه ولایت د ترافیکې پېښو مدیر رمضان وايي، چې دغه پېښه د فاریاب ولایت مرکز د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه "دمقول" سیمه کې شوې ده.

دی وايي، چې د رنجر چلوونکی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی او پېښه د څېړنې لاندې ده.

د فاریاب ولایتي روغتون د بېړنیو پېښو د څانګې امر ډاکټر احسان الله شب باش وايي، روغتون ته د یو منځني عمر لرونکي سړی مړی راوړل شوی دی.

نوموړي د پېښې د ټپيانو په اړه وویل، چې یو ۵ کلن ماشوم، یو ۶۰ کلن سړی او یوه ۴۰ کلنه مېرمن په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوې ده.

دی وايي، چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې یو عني شاهد وايي، د پولیسو رنجر موټر د ګړنډي تګ له امله یوه مېرمن، یو ماشوم او یو سړی وواهه او له پېښې یې د تېښتې پر مهال یو سپين ږیری سړی د رنجر د ټیرونو لاندې کړ.

په ورته وخت کې د میمنې اوسېدونکي د پولیسو رنجر موټرونو له ګړڼدي تګ نه شکایت کوي او د ولایت مقام، امنیتي چارواکي او د ترافیکو مدیریت په بې پروايۍ تورنوي.

د میمنې ښار یو اوسېدونکی احمد جاوید سلام وطندار ته وویل، هره ورځ د پولیسو په لسګونه رنجرې بې له دې، چې ځانکړی ماموریت ولري؛ په سړکونو او واټونو کې ګړندی تک کوي او ولس ته مزاحمت کوي.

جاوید زیاته کړه، چې دا د ملت پانګه ده، خو د رنجرو ډېر چلوونکي د نشه یي توکو له څکولو وروسته د رنجر جلب ته کېني، چې ډېر ځله د داسې بدو پېښو لامل کېږي.

دا ډول پېښې د هېواد په څو ښارونو کې رامنځته شوي او داسې ښکاري چې مسولو کسانو د داسې پېښو عاملینو ته سزا نه وورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترافیکي قانون رعایت کول، له هېوادالو سره سم چلند او د نظامي موټرونو سمه ګټه اخیستنه، د نظامیانو له لومړنیو دندو څخه شمېرل کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام