فاریاب؛ د خاوند له شخصي زندانه د ښځې ازادېدل

هغه کس چې خپله مېرمن يې زنداني کړې وه ونيول شو.

د فارياب امنيتي چارواکي وايي، دغه ښځه ميمنې ښار کې د خاوند له لوري په شخصي زندان کې بندي وه.

 د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکریم یورش وايي، دا ښځه رابعه نومېږي او ۴۲ کاله عمر لري.

يورش زياتوي، د دې ښځې لاسونه او پښې په زنځير تړل شوي وو او خاوند به يې هره ورځ شکنجه کوله.

د رابعې خاوند اوس له پوليسو سره په بند کې دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام