فاریاب؛ د بې‌ځایه شویو کورنیو څو ماشومان له یخنۍ مړه شول

بې‌ځایه شوې بي بي معرفت وایي، د سړې هوا، لوږې او حکومت بې‌پروایي له امله یې نوی زېږېدلی ماشوم د تورو خاورو بندي شو.

د اغلې معرفت په وینا، له دوو میاشتو د حکومت او مرستندویو بنسټونو مرستو ته په تمه یې خپل اولادونه له لاسه ورکړل.

دا خبرداری ورکوي، اوس یو شمېر نور ماشومان هم ـ چې تر خېمو لاندې ژوند کوي ـ د لوږې او سړې هوا له جدي ګواښ سره مخ دي.

د جګړو له امله د فاریاب یو شمېر بې‌ځایه شوي ـ چې د جوزجان ـ فاریاب لار یې تړلې ـ وایي له ۴۱ ورځو راهیسې بې‌ځایه شوي؛ خو تراوسه د دولت په ګډون هېڅ بنسټ د مرستې لاس نه‌دی وراوږد کړی.

د دوی په وینا، د وروستیو ورځو سړې هوا او لوږې د ۱۳ ماشومانو ژوند اخېستی او ۴۰ نور سخت ناروغ شوي چې وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

دوی وايي چې په سړې هوا کې تر پلاستیکي خېمو لاندې ژوند کول حتمي مرګ ته هرکلی ویل دي.

د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس عبدالمالک رستمي سلام وطندار ته وویل، بې‌ځایه شوې کورنۍ به سبا ښوونځیو او نورو مناسبو ځایونو ته ولېږدوي چې له دې وضعیته وژغورل شي.

د ښاغلي رستمي په وینا، دې کورنیو ته د مرستو رسول د ځايي ادارې له توانه بهر دي او اړینه ده چې حکومت په‌دې برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلی رستمي زیاتوي، په  ۲۰۱۸ کال کې د کډوالۍ او بې‌ځایه شویو کورنیو اړوند نږدې ۱۱ زره ۳۷۴عریضې دې ادارې ته رسېدلي چې ۴۴۴۰ عریضو ته ځواب ویل شوی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام