دا پېښه پرون غرمه دولس بجې د غور ولایت د دولتیار ولسوالي په قاضيها سیمه کې شوې ده.
جلالالدین، هغه کس چې مېرمن او دوه ماشومان یې په دې پېښه کې له لاسه ورکړي وايي، د ظریف په نوم یوه دولت پلوي محلي قوماندان پرون غرمه د دوی قریه پر هاوان ويشتې چې څو مرمۍ یې د ده پر کور لګېدلې دي.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې یې وریندار او ۲ ورېرونه هم وژل شوي دي.
جلالالدین زیاتوي چې د کورنۍ ۸ نور غړي یې چې یوه ښځه او ۷ ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
د پېښې د قربانیانو یو خپلوان غلام وايي، دولت ځینو کسانو ته سپکې او درنې وسلې ورکړي چې د دښمن پر ځای یې، د خلکو پر کورونو او ملکیانو کاروي.
دغه کسان د پېښې د عاملانو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کوي.
د غور د ولایتي روغتون ډاکټر ضیاالدین ضمیر وايي، له یادې پېښې ورته ۵ ماشومان او یوه ښځه چې ټپي ده، ور وړل شوي او په وینا یې، د درې ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
له هڅو سره سره ونه توانېدو چې په دې اړه د یاد محلي قوماندان نظر واخلو.
د غور محلي مسوولان او امنیتي چارواکي هم په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.