د غور ځېنې مالداران سلاموطندار ته وايي، د امکاناتو نهشتوالي او وچکالۍ له امله د تېر کال په پرتله د حیواناتو په بیه کې ټيټوالی راغلی دی.
د غور دوه مالداران فضلالله او محمد کریم وايي، د اقتصادي فقر او د اوبو او وښو د نهشتوالي له امله خپلو څارويو پلورلو ته اړ شويدي.
د دوی په وینا، پروسږکال د پسونو یې بیه ۵زرو څخه تر ۷زرو پورې وه. خو سږ کال دا بیه ۳زرو ته رالوېدلې ده.
دغه مالداران په ټینګار سره له حکومته غواړي، که پام ورت ونهشي؛ له مالدارۍ به لاس واخلي.
د غور مالداران وايي، سوداګر د دغه ولایت له ګنج بازار څخه ورځ کې نږدې ۲ زره پسونه او غواوې په ټيټه بیه اخلي او نورو ولایتونو ته یې لېږدوي.
حاجي میرعلم ـ چې له دغه ولایت څخه یې لسګونه څاروي اخېستي ـ وايي، دغه څاروي نورو هغو ولایتونو ته لېږدوي چې د څارویو بیه پهکې لوړه ده.
د ده په خبره، په غور کې په په ۳نیم زره یا ۴نیم زره پسونه اخلي او په کابل کې یې په شاوخوا ۵ یا ۵نیم زره پلوري.
د غور ځايي چارواکي هم دې ولایت کې د وچکالۍ له وضعیته اندېښنه څرګندوي او وايي، د موسمي بارانونو نهشتوالی د دې لامل شوی چې زیات شمېر کروندګر ښه حاصلات ترلاسه نهکړي.
د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، دغه موضوع یې اړوند چارواکیو سره شریکه کړې او کرنې وزارت دغه ولایت ته یوه اندازه واښه استولي چې ډېر ژر به یې د وېشلو بهیر پیل شي.
د غور مالدارانو او ځايي چارواکیو په وینا، د دې ولایت ۹۵ سلنه اوسېدونکي د مالدارۍ له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي او له غوره نورو ولایتونو ته د څارویو لېږدول به ناوړه پایلې ولري.