په داسې حال کې چې کورونا ویروس د نورو ولایتونو ترڅنګ په غور کې هم خپور شوی، د غور ولایت د مرکزي روغتون ډاکټرانو نن په کاري اعتصاب لاس پورې کړی او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول یې بند کړي دي.
دغه ډاکټران ادعا کوي چې د امنیتي ځواکونو او د ناروغانو د پایوازانو لهخوا وهل ډبول کېږي او سپکاوی یې کوي.
دغو ډاکټرانو خبرداری ورکړ، تر هغې یې چې محلي اداره د کاري خوندیتوب تضمین ونه کړي، دوی به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ستانه نه شي.
د غور د مرکزي روغتون رییس محمدنذیر پارسا او د خیرمحمد په نوم یو ډاکټر وايي، د زورواکو او د ناروغانو د پایوازنو له لوري د دغه روغتون ډاکټران نه یوازې وهل ډبول کېږي، بلکې سپکې سپورې هم ورته ویل کېږي او په وینا یې، هېڅ ډول کاري خوندیتوب هم نه لري.
د غور ولایتي روغتون ډاکټران په داسې حال کې پرلت او کاربندیز کوي چې د دغه روغتون یو ډاکټر د ناروغانو د پایوازانو لهخوا وهل شوی او ځینې نورو ډاکټرانو ته هم د زورواکو لهخوا سپکاوی شوی دی.
د دغه روغتون یو ډاکټر ضیاالدین ضمیر وايي، د یوه ناروغ پایواز په داسې حال کې چې ده ناروغان کتل، کتنځای ته ورغلی او هلی یې دی. د نوموړي په وینا، تر اوسه یې مسوولو ادارو غږ هم نه دی اورېدلی.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د غور د امنیتي چارواکو لیدلوری هم ولرو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
خو د غور مرستیال والي حبیبالله رادمنش وايي، د ډاکټرانو شکایتونه یې اورېدلي او له دې وروسته به له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي چې روغتیايي کارکوونکي وځوروي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې هم د افغانـجاپان روغتون ډاکټرانو د ناروغ لرونکو د ورته چلند له امله شکایت کړی و.
د عامې روغتیا وزارت هم په دې اړه اندېښنه ښيي او له امنیتي ادارو غواړي چې د روغتیاپالانو او روغتیايي مرکزونو امنیت خوندي کړي.