غني په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې ستر بدلونونه راولي

د ولسي جرګې دویم نایب نذیر احمدزي سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشرمحمد اشرف غني د دې جرګې له پلاوي سره د وروستۍ لیدنې پر مهال ژمنه ورکړې، چې ډېر ژر به د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت په ادارو کې د فساد د مخنیوي او امنیتي حالاتو د ښه‌والي په موخه هغه کسان له دندو ګوښه کړي، چې د سیاسي، سمتي او نورو مسایلو پر اساس په دندو ګمارل شوي دي.

احمدزي د مشخصو پوسټونو او اشخاصو نومونه وانه‌خیستل؛ خو زیاته یې کړه، چې دا ټاکنې به په لوړه او ټیټه کچه وي. د ده پر وینا، هغه کسان چې د سیاسي ملاحظاتو له مخې ټاکل شوي؛ پر ځای به یې په کار پوه او مسلکي اشخاص په دندو وګومارل شي.

د ولسي جرګې دویم نایب سلام وطندار سره په خبرو کې دا هم وویل، چې د حکومت له‌خوا د امنیتي او دفاعي سکتور له ډلو ـ ټپلو د پاکولو ژمنه د نړیوالو مرستندویو هېوادونو سره شوې ده.

احمدزي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې یو ګډ پلاوی به ډير ژر کابل ته د سفر پر مهال له امنیتي او دفاعي سکتور سره د ۱۹۰ بېلابېل ډوله الوتکو او دغه راز نږدې ۵ ملیارده ډالرو مرستې هم اعلان کړي.

په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د بدلونونو او اصلاحاتو په اړه د چارو څېړونکي یوه خوله نه‌دي، په همدوی کې یو شمېر خوشبین؛ خو یو شمېر نور بیا یوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا شوې ژمنې بولي.

د چارو څېړونکی جاوید غفور وایي، که ولسمشر خپله کړې ژمنه عملي کړې؛ نو په امنیتي وضعیت به ښه اغېزه وکړي؛ خو پر وینا یې، دغه بدلونونه د وزیرانو او لوړپوړیو چارواکیو تر کچې نه، بلکې د ټيټ پوړيو هغوی تر کچې دي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې له دې مخکې به په ملي او نړیواله کچه په افغان چارواکیو دا نیوکې کېدلې چې د ناامنیو د زیاتېدو او په امنیتي ادارو کې د فساد د زیاتېدو سترلامل په دندو کې د کار وړ کسانو نه ګومارل او د قومي او سیاسي جوړښتونو له‌خوا واسطې او بې‌غوري په ګوته کړې. 

خو دا موضوع داسې مهال راپورته کېږي، چې نړیوالې ټولنې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو په بدل کې د لازیاتو مرستو او تجهزاتو ژمنې هم کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام