غني: شنونکي او خبریالان دې د جګړې بیه په اساسي ډول انځور کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان ولس په هېواد کې سوله غواړي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغانان هره ورځ د جګړې قربانیان دي او له خبریالانو او شنونکو وغوښتل، چې د جکړې بیه دې په اساسي ډول خلکو ته وړاندې کړي.

ولسمشر همدارنګه وویل،“ سوله د هر افغان هیله ده، شنونکي دې دا په ډاګه کړي، چې جکړه چا او په څه ډول یې پر ولسونو تپلې ده.“

اشرف غني وویل، چې موږ نړۍ ته دا ثابته کړه، چې افغانستان د پایښت له ازموینې څخه بریالی ووت.

غني په ټینګار سره وویل، چې جګړه پر موږ تپل شوې ده او د جګړې د یوې اونۍ په مصارفو زموږ یو کلی او د یوې میاشتې په مصارفو زموږ یوه ولسوالي جوړېدلی شي.

ولسمشر ټول افغانانو، د حاجیانو کورنیو او امنیتي ځواکونو ته د اختر مبارکۍ وویلې.

نوموړي وویل، “جګړه نه غواړو، موږ په سمیه ییزو مرستیو کې د مخکښ کېدو غوښتونکي یو. “

ښاغلي اشرف غني وویل، ترکمنستان ته د افغان پلاوي سفر او لاس ته راوړنې د افغانو په ژوند کې اساسي بدلون رامنځته کولای شي.

نوموړي همدا ډول زیاته کړه، چې د اقتصادي پروګرمونو د زیاتېدلو له پاره مو  تدابیر نیولي او د مني موسم له پیل سره به پر دغو پروګرامونو تمرکز زیات کړو.

ولسمشر د ټولو شهیدانو په تېره بیا د امنیتي ځواکونو کورنیو ته صبر غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې امنیتي او دفاعی ارګانونو څخه مننه، چې  سرونه په لاس په سنګرونو کې پراته دي.

ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو وغوښتل، چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د هغوی ملاتړي شي.

ولسمشر وویل، چې هرې افغانې کورنۍ د جګړې لګښت او قرباني ورکړې ده، په تره بیا هغه ځوانان، قرباني شوي، چې د کار له پاره بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام