د کورنيو چارو وزیر نور الحق علومي وايي، چې د بريښنایي تذکرو د وېش په اړه ښایي یوه اوونۍ وروسته د کارد پېلېدو امر ورکړل شي.
نوموړی، چې د ولسي جرګې غړو له لوري په هېواد کې د وروستيو ناامنيو په باب استجواب شوی وو زیاته کړه، چې د تابعیت د تذکرو په اداره کې به سمونونه هم راوستل شي.
نوموړی په داسې حال کې د بريښنايي تذکرو د لړۍ له پېله خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې داسې راپور خپور شو، چې د کورنيو چارو وزارت د بريښنايي تذکرو په برخه کې خپل ۸۰۰ روزل شويو کارکوونکو ته د بودیجې نه شتون له وجې ځواب ورکړی دی.
له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ويلي وو، چې په هېواد کې د برېښنايي تذکرو ویش به د ټاکنو د شفافیت له پاره ګټور واقع شي.
ولسمشر د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر او د دغه وزارت د تخنيکي کارکوونکو سره په ارګ کې د جوړې شوې غونډې پر مهال زياته کړه، چې هېوادوال د بريښنايي تذکرو د ويش په انتظار کې دي او باید په دغه برخه کې عملي پلان وړاندې شي.
د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزرات تخنيکي کارکوونکو وویل، چې د تخنيکي پلوه به د افغانستان ۲۰ ميليونه وګړو ته په درېيو میاشتو کې بريښنايي تذکرې وویشي.
د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي هغه تورونه او نیوکې رد کړې، چی ګواکې په وزارت کې يې زیات کسان خپل پخواني ګوندي ملګري مقرر کړي دي.
ده وویل، چې کار یې د کار وړ کسانو ته سپارلی، چې زيات کارکوونکي يې مجاهدین دي.
هغه د امنيتي وضعیت په اړه وویل، سره له دې چې امنیتي وضعیت خرابیږي، خو امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړي کیږي او د ناامنیو د کابو کولو توان لري.
نوموړي د وزیرستان څخه د فشار په واسطه د کورنیو او بهرنیو ترهګرو راتګ افغانستان ته، په بشپړه توګه د امنیتي واک لیږد ، د جګړې د جغرافیا بدلون له غرب څخه شمال ته او نور د جګړې د زياتېدو لاملونه په توګه کړ.
تر دې وړاندې یو شمېر وکيلانو داسې لاسلیکونه راغونډ کړي وو، چې غوښتل يې د کورنيو چارو وزیر باید استیضاح شي، خو د دغو وکيلانو په غبرګون کې یو شمېر نورو بیا دا کار د اوسني وضعيت په ګټه و نه باله او دايي د مافيايي کړيو کار وباله.