عثماني: د کابینې له سپکاوي ډکې فضا وزیران خاموشه کړي‌دي

د اوبو او برېښنا پخواني وزیر علي‌احمد عثماني نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ولسمشر د سپکاوي، تحقیر، وېرې او ګواښونو فضا په رامنځته کولو سره د کابینې وزیران د خپلو لیدلورو د اورلو پرځای سکوت غوره کوي.

د ښاغلي عثماني په وینا، حکومت خلاقیت تر پښو لاندې کړی او ان د حکومت له لوړ پوړیو چارواکیو نه یې د ازادۍ حق اخېستی دی.

د ده په خبره، وزیران ځکه د نظر څرګندونه نه‌شي کولی چې د دندې نه د لېرې کېدو وېره ورسره وي.

ښاغلی عثماني ادعا کوي چې د اوبو او برېښنا وزارت د سلاکارانو په دفتر کې یوه ډله یوازې د دې له‌پاره ګومارل شوې چې د دې وزارت په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر ټینګار کوي چې د هغه له بې‌واکه کېدو وړاندې د ولسي جرګې له لوري د ده استیضاح پلان شوی کار و.

ښاغلی عثماني له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان حکومتي بنسټونو کې د فساد څېړلو له‌پاره یو باوري بنسټ ته دنده وسپاري.

هغه همدارنګه له ولسمشره غواړي، د ولسمشرۍ ماڼۍ سترې دندې په سمه توګه وپېژني او په بې‌ځایه کارونو خپل وخت تېر نه‌کړي.

ومو غوښتل د علي‌احمد عثماني د ادعا په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ لیدلورۍ هم واخلو؛ خو بریالي نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام