د ملي یووالي حکومت په واک کې د دوو شریکانو له لوري داسې جوړ شو چې د هېواد چارې نیمه په نیمه مدیریت کړي. خو اوس چې د دغه حکومت له پنځو کلونو ډېره موده تېرېږي، دواړو لوریو تل د ګومارنو او لرې کولو پر سر د یو بل پر وړاندې درېدلي دي.
تازه داسې ګنګوسې دي چې عبدالله عبدالله غواړي ۵ وزیران او ۸ واليان وټاکي.
په اجراییه ریاست کې ځینو سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې ټاکل شوې عبدالله عبدالله یوشمېر وزارتونو او ولایتونو ته کسان ور وپېژني.
که څه هم سرچینې د ګومارنو د شمېر او وخت په اړه جزیات نه ورکوي، خو وايي، دا ګومارنې تر ډېره په شمالي ولایتونو او هغو وزارتونو کې وشي چې د عبدالله برخه رسېدلي دي.
د سرچینو په وینا، پر یادو ګومارنو کار روان دی او ډېر ژر به یې په اړه معلومات خپاره شي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم له سلاموطندار سره په مرکه کې که څه هم د عبدالله عبدالله له لوري د راتلونکیو ګومارنو په اړه د هو او نه ځواب نه وايي، خو زیاتوي چې دغه ریاست د ملي یووالي حکومت د هوکړهلیک پر بنسټ د ګومارنو او لرې کولو واک لري.
ویل کېږي چې دا پرېکړه د ولسمشر غني له لوري عبدالله ته د نږدې کسانو د لرې کولو او بهرنیو چارو وزارت لپاره د سرپرست له ټاکلو وروسته شوې او عبدالرشید دوستم، محمد محقق او یوشمېر نورو کسانو د دغې پرېکړې ملاتړ کړی دی.