عبدالله: زموږ حکومت ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي دي

دا لومړی ځل دی چې د ملي یووالي حکومت یو مشر دا من، چې حکومت یې ډېر فرصتونه له لاسه وکړي دي.

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ (اپریل په ۳، غويي ۱۳مه) وویل، چې د ملي یووالي حکومت د کار له پیل کېدو راهیسې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

عبدالله د هرات د نوي والي د معرفي کېدو په بهیر کې وویل، د دغو فرصتونو ضایع کېدلو، د ملي یووالي حکومت په اړه له خلکو سره ډېرې پوښتنې پیدا کړي دي.

ولسمشر غني په تازه وختونو کې محمد اصف رحیمي او همایون عزیزي د هرات  او کندهار ولایتونو د والیانو په توګه ګمارلي او د حکومت اجرایه رییس پرون ورځ د یادو والیانو د معرفي کولو له پاره دغو ولایتونو ته تللي و.

اجرایه رییس په هرات کې د ملي یووالي حکومت ضعیفې کړنې ومنلې او ویې ویل، چې اوس د سیالۍ وخت تېر شوی دی او د خڼدونو د له منځه وړلو له پاره ګډې هڅې روانې دي.

ده له خلکو نه وغوښتل، چې په دې برخه کې د حکومت ملاتړ وکړي.

د ټاکنو اوږدېدل او د کابینې په معرفي کولو کې ځنډ د دې لا مل شول، چې د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې او په نړیوالو مرستو کې خلل رامنځته شو.

 د ملي یووالي حکومت رهبرانو د کار په پیل کې وژمنه وکړه، چې د سولې د ټینګښت له پاره به هڅه وکړي او د یو کال له تېرېدو وروسته د سولې خبرو اترو برخلیک نا څرګند پاتې دی او طالبانو هم د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د هرات د ستونزو د حل په موخه

عبدالله هرات ته په خپل سفر کې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې حکومت د خلکو د ستونزو د حل له پاره هڅه کوي.

عبدالله زیاته کړه، د هرات له وړتیاو نه به په ملي کچه کار واخلي.

اجرایه رییس د هرات ولایت د امیني ستونزو په اړه له سیمه ییزو چارواکیو سره خبرې وکړې او د هرات له نوي والي نه یې وغوښتل، چې د خلکو د ستونزو د هواري په برخه کې هڅې وکړي.

ترور، تښتونې، وزګاري او اقتصادي رکود له هغو ستونزو څخه دي، چې د دې ولایت د خلکو غبرګونونه یې را پارولي دي.

اسماعیل خان له دې مخکې څو ځلې د ملي یووالي حکومت نه په دې دلیل سرټکولو، چې مجاهدینو ته یې واک نه دی ورکړی.

وویل کیږي، چې اسماعیل خان د اصف رحیمي په والي کېدو مخالفت څرګند کړی او عبدالله، اسماعیل خان ته په لیدنه کې ویلي دي، چې د هرات له نوي والي سره همغږی شي.

اجرایه رییس وايي، چې په دې وروستیو کې د هرات ولایت امنیت ښه شوی دی او نوي والي په معرفي کېدو سره به په دې ولایت کې حالت نور هم ښه شي.

عبدالله د هرات ولایت له سوداګرو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له پانګونې مننه وکړه او ویېرویل، چې حکومت یې ستونزو ته پاملرنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د هرات ولایت پانګوالو په میلیونونو ډالر د ناامنۍ او د حکومت د نه پاملرنې له امله بهرنیو هېوادونو ته وړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام