عامې روغتیا وزارت: په کرونا اخته د ۱۰شکمنو کسانو پايلې منفي دي

د عامې روغتيا وزارت وياند وحیدالله مایار، سلام‌وطندار ته وايي چې په هرات، کابل، غور او بغلان ولايتونو کې د کرونا ويروس ۱۰شکمنې پېښې چې تېره ورځ کابل ته ازمايښت لپاره راوړل شوې وې، منفي تشخيص شوې.

د يادو نمونو له ډلې ۵ شکمن کسان په کابل،  ۳ په هرات، يوه په بغلان او يوه هم په غور کې ثبت شوې وې.

تېره ورځ په کابل کې ۱۰ شکمنې پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې يې پنځه پرون منفي تشخيص شوې او پنځه يې پاتې وې چې پايله يې نن اعلان شوه.

مايار زياتوي،  تېره ورځ ماښام په هرات کې په کرونا ويروس  ۹ نورې شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې نن(حوت ۹، جمعه) کابل ته ازمايښت لپاره رالېږل شوي او د د مثبت او منفي پايلې به يې سباته په ډاګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په افغانستان کې يوازې په هرات کې د کرونا يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت هم له هغو ټولو کسانو چې په دې وروستیو کې د ایران له قُم ښار نه راستانه شوي، غوښتنه کوي چې تر دوو اوونیو پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي او که د کرونا نښې ولري، روغتیايي مسوولانو ته دې خبر ورکړي.

په دې تړاو:

کابل کې د کرونا ۵ شکمنې پېښې ثبت شوې

د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي شول

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام