تخار کې ماوراييکوکچه ولسوالیو کې ۷ ولسوالۍ شاملېږي چې د امو سیند غاړې ته پرتې دي.
د دغو ولسوالیو له ډلې پنځه ولسوالۍ له تېرو څوو کلونو راهیسې د طالبانو حضور په دلیل ناامنه شوېدي چې وختناوخته پهکې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځته کېږي.
خو طالبانو د روان کال پسرلي کې د ینګيقلعه ولسوالۍ له لارې چاهاب ولسوالۍ ته هم نفوذ کړی او د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې یې نیولي او څوو بریدونو کې یې سرحدي ځواکونو ته تلفات هم اړولي دي.
طالبان تازه هڅه کوي چې د رستاق ولسوالۍ په یو شمېر برخو هم کنټرول خپل کړي.
یوه امنیتي سرچینه ـ چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ـ وايي، طالبان د رستاق ولسوالۍ څوو کلیو کې حضور لري او اوس مهال د جنګیالیو جذبولو په حال کې دي.
سرچینې وویل، طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د رستاق ـ تالقانو لویه لاره کې د پاټک په جوړولو سره له خلکو عشر راټول کړ.
د دې سرچینې په وینا، د طالبانو یوه ۴۰ کسیزه ډله هڅه کوي د رستاق ولسوالۍ د «کور حاتم» او «ازون کوتل» سیمه تر ولکې لاندې راولي.
د کوکچه سیند غاړیو ته د پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو یوازې د ینګيقلعه، درقد، دشتقلعه او خواجهغار ولسوالیو په مرکزونو ولکه لري چې نورې ټولې سیمې یې د طالبانو لاس کې دي.
دغهراز طالبان د خواجهبهاوالدین ولسوالۍ په لویې برخې هم کنټرول لري او خلک امنیتي ځواکونه تورنوي چې د طالبانو ځپلو کې سم عمل نه کوي.
د دوی په وینا، امنیتي ځواکونه د کوکچه سیند غاړیو ته پرتو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونو مخنیوي کې ناتوانه دي او دولت باید پاڅونوال ځواک سمبال کړي چې له خپلو سیمو دفاع وکړای شي.
د کوکچه سیند غاړه کې د ولسي پاڅوانوالو ځواکونو قوماندان ملک تاتار وايي، دوی د خواجهبهاوالدین او ینګيقلعه ولسوالۍ له لسګونو کلیو ساتنه کوي او د کوکچه سیند غاړیو ته پرتو ولسوالیو کې د طالبانو ځپلو په موخه باید پراخ عملیات پيل شي.
دې سره د تخار والي ویاند جواد هجري مني چې طالبان یو شمېر ولسوالیو کې پراخ حضور لري؛ خو وايي، ځايي اداره به د طالبانو ځپلو په موخه پراخ عملیات پیل کړي.
د کوکچه سیند غاړیو ته پر پرتو ولسوالیو سربېره، د تالقانو ښار ۲۰ کیلومترۍ کې بهارک ولسوالۍ، د تخار مرکز او اشکمش ولسوالۍ هم د طالبانو جدي ګواښ سره مخ دي.
د دې ډلې غړي تېره اوونۍ د تالقانو ښار یوه سیمه کې ځایپرځای شويوو چې امنیتي ځواکونو سره له ۲۴ ساعته نښتې وروسته له سیمې په شا شول.
ورته مطالب:
تخار کې د جګړې دوام؛ ۳ زره کورنۍ بېځایه شوي
د تخار او کندوز ترمنځ پوله باندې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي