طالبان هر کال د برښنا ۶۶۵ میلیونه افغانۍ ټولوي

سره له دې چې افغانستان د برښنا انرژي د تولید لپاره لازمې اوبه او مناسب ظرفیت لري، خو اوس هم د برښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو را واردوي او د افغانستان د برښنا شرکت مسوولیت لري چې له خپلو پېرودونکیو نه د لګولې برښنا پیسې راټولې او یادو هېوادونو ته یې ورکړي.

خو د زورواکیو او هغو کسانو په څېر چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي، د برښنا ټول پېرودونکي د لګولې برښنا پیسې نه ورکوي.

برښنا شرکت وخت‌ناوخت د هغو کسانو نوملړ خپر‌وي چې د خپلې لګولې برښنا پیسې نه ورکوي، خو تراوسه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو د برښنا لګښتونو په اړه مالومات نه‌شته.

سلام‌وطندار ځینې دغه ولایتونه ارزولي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو د برښنا لګښتونو په اړه شمېرې ترلاسه او دا چې یادې پیسې چېرته ځي، په ګوته کړي.

په دغو سیمو کې د سلام‌وطندار سرچینې وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د برښنا د لګښتونو راټولولو لړۍ ډېره منظمه ده او دغه ډله په هرو دوو میاشتو کې یو ځل د لګول شوې برښنا پیسې راټولوي او خلک هم په ورین تندي د خپلو حسابونو په تصفیه کولو کې له دې ډلې سره همکاري کوي.

هلمند د نوم‌لړ په سر کې دی

هلمند د نوم‌لړ په سر کې ځای لري او د هغو ولایتونو له ډلې دی چې طالبان د برښنا لګښتونو راټولولو له لارې په‌کې تر نورو ولایتونو ډېر عاید ترلاسه کوي.

په هلمند ولایت کې د هر پړاو میټر لوستو یانې په دوو میاشتو کې یو ځل د لګول شوې برښنا پیسو راټولولو شمېر شاوخوا ۳۶ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د هلمند ځايي چارواکي د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې د طالبانو له لوري د برښنا پیسو راټولولو موضوع د تایید ترڅنګ وايي، سره له دې چې د کجکي برښنا بند په بشپړ ډول د دولت په کنټرول کې دی، خو پر موسی‌کلا ولسوالي د طالبانو بشپړ حاکمیت لامل شوی چې دغه ډله د موسی‌کلا، کجکي او سنګین ولسوالیو د برښنا ټولې پیسې خپلو جیبونو ته واچوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، د مرکز لښکرګاه او د کندهار د برښنا مزي د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو نه تېرېږي او همدا لامل دی چې نه‌شي کولای د دغو سیمو برښنا پرې کړي.

د نوموړي په وینا، هلمند ته ټول‌ټال ۵۰ مېګاواټه برښنا رسېږي چې له دې ډلې ۲۰ مېګاواټه یې کندهار، ۱۱ مېګاواټه یې لښکرګاه ښار او ۱۵ مېګاواټه نور یې د دغه ولایت په درېوو شمالي ولایتونو کې لګول کېږي.

ځواک وايي، د ۱۱ مېګاواټه برښنا عاید په کال کې ۱۷۶ میلیونه افغانۍ کېږي چې  د دې شمېرې په پرتله طالبان له ۱۵ مېګاواټه برښنا نه ۲۱۸ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

نوموړی هم مني چې د دغو سیمو د برښنا لګښتونه د طالبانو جیب ته لوېږي.

له هلمند وروسته په کندوز کې هم طالبان د برښنا پیسو راټولولو له لارې د پام وړ عاید ترلاسه کوي.

د برښنا لګښتونو راټولولو په پاڼو کې چې د «اسلامي امارت او د راټولولو د مسوول لاسلیک» په‌کې لیدل کېږي، ښيي چې په کندوز ښار کې د شاوخوا ۲۲ زره کورنیو د برښنا لګښتونه د طالبانو خزانې ته ځي.

په کندوز کې د برښنا شرکت حوزوي رییس محمد مومند وايي، طالبانو دغه شمېر کورنیو ته ګواښ کړی او ترې غوښتي یې دي چې د خپلې برښنا پیسې برښنا شرکت ته ور نه‌کړي.

د مومند په وینا، له دې درکه په هر ځل میټر لوستلو کې د طالبانو عاید څه باندې ۳۴ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

نوموړی زیاتوي، له تېر یوه نیم کال راهیسې طالبان د کندوز د مرکز په ځینو برخو او ولسوالیو کې د برښنا پیسې ټولوي چې په وینا یې، له تېر یوه نیم کال راهیسې یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو نه یوه افغانۍ هم نه‌ده راټوله کړې. مومند وايي د شاوخوا ۲۲ زره او ۷۵۷ پېرودونکیو د برښنا پیسې چې شاوخوا ۳۴ میلیونه، ۱۳۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کېږي، د طالبانو جیبونو ته ځي.

بغلان؛ طالبان د برښنا شرکت د لګښتونو ۱۶ سلنه عواید اخلي

د بغلان ولایت په یوشمېر برخو کې هم د طالبانو حضور د پام وړ دی.

ځینې سیمه‌ییزې باوري سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبان د پُلخمري ښار د پنځمې او شپږمې ناحیې د اوسېدونکیو او د مرکزي بغلان ولسوالي د ځینو برخو د برښنا پیسې ټولوي چې دغه شمېر د برښنا شرکت د ټولو عایداتو ۱۶ سلنه جوړوي.

د دې سرچینې په وینا، د برښنا شرکت شاوخوا ۳۶ ټرانسفرمرونه چې هر یو یې نږدې ۲۰۰ میټر لري، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي چې د هر ځل میټر لوستو پر مهال دغه سیمې «43.223.651» کیلوواټه برښنا لګوي.

سرچینې دغه‌ راز وویل، په یادو سیمو کې د هر ځل میټر لوستو پر مهال طالبان په منځنۍ کچه ۱۸ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

فاریاب

له بغلان ورهاخوا طالبان په فاریاب کې هم له خلکو په مستقیم ډول د برښنا لګښتونه راټولوي او خپلو جیبونو ته یې اچوي.

په فاریاب کې د برښنا شرکت مسوول سید عبدالحمید وايي، طالبان له خواجه‌سبزپوش، شېرین‌تګاب، دولت‌اباد، قرمقول، خانچارباغ او د پښتون‌کوټ ولسوالیو له ځینو برخو په هر ځل ميټر لوستو کې شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ عاید راټولوي.

د شېرین‌تګاب ولسوال سیدشرف‌الدین میهن‌یار وايي، طالبان په‌دې ولسوالي کې له هر ځل میټر لوستو نه شاوخوا ۲ میلیونه افغانۍ راټولوي.

د فاریاب د پنځو نورو ولسوالیو سیمه‌ییز مسوولان که څه هم له دې لارې د طالبانو د عوایدو په اړه کره شمېرې نه ورکوي، خو د سلام‌وطندار سیمه‌ییزې سرچینې تاییدوي چې په دغو ولسوالیو کې هم د طالبانو ګټه د شېرین‌تګاب ولسوالي په څېر ده.

هرات

هرات هم له دې کاروانه وروسته نه‌دی پاتې.

په هرات کې د برښنا شرکت مسوول محمدطاهر عارف په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د برښنا لګښتونو راټولولو موضوع د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته وویل چې طالبان د کُشک رباط سنګي په دېرشو کلیو او د ګلران ولسوالي په ۷ کلیو کې د برښنا لګښتونه ټولوي.

که څه هم عارف د دغو پیسو کره شمېرې نه وړاندې کوي خو وايي، په یادو سیمو کې شاوخوا ۴ زره کورنۍ ژوند کوي چې د هرې کورنۍ ورځنی لګښت ۵۰ افغانیو ته رسېږي.

د عارف په وینا، له هر ځل میټر لوستو نه د طالبانو عواید شاوخوا ۱۰ نیم میلیونه افغانیو ته رسېږي.

تخار؛ له طالبانو سره د پیسو په بدل کې معامله

طالبانو په دغه ولایت کې د برښنا د وارداتي پایو نه ورانولو لپاره له برښنا شرکت سره یو تړون کړی چې له مخې یې، برښنا شرکت دې ډلې ته ډېرې پیسې ورکوي.

موږ هڅه وکړه چې د طالبانو له لوري د برښنا لګښتونو د شمېر مشخصولو لپاره د دغه باج اخیستو په تړاو ځینې سندونه راټول کړو، خو سرچینې د امنیتي دلایلو له کبله یاد سندونه له سلام‌وطندار سره شریک نه‌کړل.

د پیسو په راټولولو کې د برښنا شرکت کمزوري

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي هم مني چې دوی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د برښنا لګښتونو راټولولو وس نه‌لري او همدارنګه له ناامنه سیمو نه امنو هغو ته د برښنا د مزو تېرېدو له امله نه‌شي کولای د طالبانو برښنا پرې کړي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو د برښنا لګښت، د برښنا «په زیان او ضایعاتو» کې شمېرل کېږي او د دغه شرکت د سود بودیجې له ۱۵ سلنې نه یې جبرانوي. هغه ټینګار کوي چې د برښنا شرکت په څېر خدماتي شرکتونه باید د سیاسي، نظامي او استخباراتي موخو ښکار نه‌شي.

بله‌خوا د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد له سلام‌وطندار سره په خبرو کې که څه هم د برښنا لګښتونو راټولولو له لارې مشخصې شمېرې په ډاګه نه کړې، خو وايي هغوی د برښنايي لګښتونو له لارې راټولې کړې پیسې د برښنا رسولو شبکو پر ساتلو او مراقبت او دغه راز خپلو کسانو ته د امتیاز ورکولو په برخو کې لګوي.

خو سیمه‌ییز چارواکي او یوشمېر پوځي شنونکي بیا باور لري چې که څه هم حکومت د طالبانو د کورنیو عوایدو سرچینو ته جدي پام نه‌دی کړی او نه یې کوي، خو طالبان د پرمختللیو جنګي امکاناتو او تجهیزاتو د چمتو کولو لپاره له همدې مالي سرچینو ګټه اخلي او د حکومت او امنیتي ځواکونو پروړاندې جګړه کوي.

سلام‌وطندار تر دې وړاندې د ګمرکونو، عشر او زکات او اخاذیو له لارې په کال کې د طالبانو د ۲۲ میلیارډه افغانیو عوایدو په اړه راپور خپور کړی و چې په لاندې لېنک یې لوستلی شئ:

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام