«طالبان د سولې خبرو له‌پاره ولس ته مراجعه کولی شي»

د افغانستان ولسي ملي اجماع په نوم د بنسټ مشرمحمد ابراهیم الکوزی نن کابل کې د خبري غونډې پرمهال د سولې په لار کې د ولسمشرمحمد اشرف غني هڅې وستایلې زیاته یې کړه دیني عالمان، سیاسي ګوندونه او په ټوله کې ولس باید د سولې له‌پاره  د ولسمشر ترڅنګ ودریږي.

ښاغلي الکوزي وویل، ټول ولس سوله غواړي او هر هغه څوک یا ډله چې د سولې بهیر پر وړاندې خنډ جوړوي باید حکومت یې په اړه لاس په کار شي.

یاد بنسټ په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ وتلو دیني عالمانو له فتوا چې افغانستان کې یې جګړه ناروا بللې د ملاتړ په څرګندولو سره وویل، که طالبان سوله غواړي؛ دوی او ولس ته دې مراجعه وکړي او دا ټولنه به د هغوی او دولت ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

دغهراز، د افغانستان ولسي اجماع په پرېکړهلیک کې راغلي چې ټول افغانان باید دا اوږده لانجه غوڅه کړي. 

په پرېکړه لیک کې راغلي پا کستان، ایران، روسیه او ځېنې نور هېوادونه په ښکاره افغانستان کې لاسوهنه کوي او خپلې شومې موخې دلته لټوي چې حکومت یې باید لاسونه ورلنډ کړي.

د یاد بنسټ یو غړي چې پریکړه لیک یې ولوست وویل دیني عالمان، ولایتي شوراګانې او قومي مشران دې طالبان سولې ته راوبولي او حکومت دې له ټولو ښکېلو غاړو سره هوکړې ته ورسېږي.

دغه راز، د افغانستان ولسي اجماع بنسټ مشر محمدابراهیم الکوزي خبري غونډې ته وویل چې د قانون واکمني په اړه د ولسمشر او حکومت وروستیو ګامونو ملاتړ کوي.

ده د فاریاب ولایت له مخورو وغوښتل چې د نظام‌الدین قیصاری د نیول کېدو په اړه ستونزه دې د مرکو او خبرو له لارې حل کړي نه د ګواښونو او ناقانونه کړنو له لارې.

ښاغلي الکوزي وړاندیز وکړ چې قانون ماتونکي باید قانوني سزا وویني او دوی هم چمتو دي چې په دې اړه د فاریاب له مخورو سره خبرې وکړي او د دې لانجې حل لار په ګډه پیداکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام