طالبان د جوزجان ماشومان د ځانمرګو بریدونو زده‌کړې له‌پاره پاکستان ته لېږي

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ امنیه قومندان محمدایوب سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو ډلې له شلو کالو کم‌عمره، شپاړس او اوولس کلن ماشومان د ځانمرګو بریدونو زده‌کړې له‌پاره پاکستان ته استولي دي.

د هغه په وینا، د دغو ماشومانو شمېر نږدې ۲۰ ته رسېږي؛ کورنۍ یې د برخلیک په اړه کره معلومات نه‌لري.

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي هم د دې ولایت ولسوالیو کې د طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که حکومت د جوزجان وضعیت ته پام ونه‌کړي؛ دا ولایت به د طالبانو په پوځي اډې بدل شي.

جوزجان کې د انساني‌قاچاق او کډوالو سکرتریت مسوول حسن سلیمي وايي، ماشومانو ته د تروریستي او پوځي زده‌کړو ورکول او د هغوی پېر او پلور انساني‌قاچاق او جرمه ګڼل کېږي.  

پر دې ټولو سربېره، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوې خبرپاڼې کې پاکستان ته د تروریستي زده‌کړو ترلاسه کولو له‌پاره د ماشومانو استولو ادعا بې‌اساسه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام