طالبان د جوزجان له پرمختیايي پروژو باج اخلي

د جوزجان د مردیان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، طالبان په هغو پروژو چې دغې ولسوالۍ کې پلي کېږي، نظارت کوي او له هغو پیسې اخلي.

د دوی په وینا، طالبانو د دغې ولسوالۍ د سړک پخولو پروژې له پلي کوونکیو هم پیسې غوښتي او په همدې دلیل، د دغه سړک کارونه ولاړ دي.

د مردیان ولسوالۍ دوه اوسېدونکي عبدالجبار او اغا مراد وايي، که پیسې وانه‌خلي د کار اجازه نه ورکوي چې پروژه مخ ته لاړه شي. د دوی په خبره، که د دې کار مخه ونه نیول شي؛ ممکن لوی سرخوږی جوړ کړي.

د جوزجان د مردیان ولسوال تاج‌محمد تقوا تاییدوي چې د طالبانو کسان د دغې ولسوالۍ له پرمختیايي پروژو، د بودیجې پر اساس ۱۰ سلنه پیسې اخلي.

د مردیان ولسوال په وینا، د طالبانو د فعالیتونو پراختیا او له پرمختیايي پروژو د پیسو اخېستل د خلکو د اندېښنې زیاتې کړې‌دي.

هاخوا د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، دوی ته تر اوسه له پروژو څخه د طالبانو باج اخېستلو په اړه هېڅ ډول رسمي راپور نه‌دی رسېدلی؛ خو دغه ډله تل له خلکو څخه د پیسو راټولولو هڅه کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له پروژو څخه د دغې ډلې د کسانو له لوري د باج اخېستلو برخه کې به څېړنې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام