طالبان: اروپایي ټولنه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

طالبانو تازه یوه اعلامیه کې ویلي، د اروپايي ټولنې د هغه خبرو هرکلی کوي چې افغانستان کې یې د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ کړی، خو له اروپایي ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان راتلونکي نظام په اړه به خپله افغانان پرېکړه کوي.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونو ګواښ کړی و چې د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه دی او د راګرځېدلو په صورت کې به یې افغانستان سره خپلې سیاسي او مالي مرستې کموي.

دوی یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، اروپايي ټولنه افغانستان کې سوله او ثبات غواړي؛ خو د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو، بشري حقونو، د جمهوریت د خوندیتوب شرطونو ترڅنګ، د دایمي اوربند او هرڅه ژر د بین‌الافغاني خبرو د پيل غوښتنه کوي.

اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان کې د یوه داسې سیاسي حل غوښتونکي دي چې د ملګروملتونو د ټولو کنوانسیونونو سره په کې ټکر را نه شي او دغه هېواد کې دایمي ثبات ته لاره هواره کړي.

اروپايي ټولنې ویلي، په تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو هیڅ ډول معامله نه مني او د طالبانو په ګډون ټول لوري باید د سولې له تاریخي فرصته ګټه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام