د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایې، چې د دغه ولایت په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د پوهنې مدیریتونه د وسله والو طالبانو د پرلپسې ګواښونو او غوښتونو له امله تړل شوي دي.
د دې ولایت د پوهنې ریاست یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، وسله والو طالبانو په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د دې له پاره د پوهنې عمومي مدیریتونه تړلي، چې د پوهنې ریاست څخه یې د ګومارنې، څارنې، زده کړو او په مالي برخه کې ونډه غوښتله.
سرچینه زیاتوي، له همدې امله وسله والو طالبانو په دغو ولسوالیو کې د پوهنې مدیریتونه تړلي دي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له لوري د پوهنې ریاست د دغو مدیریتونو تړل کېدل مني او زیاتوي، چې تر ډېره پورې دغه ستونزې او ګواښونه د قومي مشرانو په منځګړیتوب را کمې شوي دي.
صالح وویل، چې یوازې تېره ورځ وسله والو طالبانو په مرکز پل علم کې د پورک د نجونو ښوونځی له څلورم ټولګي پورته تړلي دی.
وسله الو طالبانو تراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د لوګر اوسیدونکي وايي، چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه او ناامني زیاتې شوي دي.
د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې په دې ولایت کې ۲۶۴ ښوونځي فعاله دي، چې ټولټال په کې ۳۰ زره نجونو او یو لک او ۴۰ زره هلکان په زده کړو بوخت دي.