طالبانو په غور کې د یوې ښځینه په ګډون ۵ تنه واکسیناتوران تښتولي

وسله‌والو طالبانو د غور ولایت د فيروزکوه له الله‌یار کلي نه د یوې ښځینه په ګډون ۵ تنه واکسیناتوران هغه مهال تښتولي چې په‌ همدې کلي کې د واکسینو پر تطبیق بوخت وو.

د غور ولایت د عامې روغتیا رییس غلام‌نبي یګانه سلام وطندار ته د دې خبرې په تایید سره وویل چې وسله‌والو طالبانو روغتیايي کسان په‌دې پار نیولي چې د واکسینو د تطبیق پروسه یې د دوی له کلي څخه نه‌ وه شروع کړې.

د غور د امنیت امر ضیا الدین ثاقب هم وايي چې د فیروزکوه الله‌یاره کلی د طالبانو تر ادارې لاندې دی او دوی تر اوسه د روغتیايي کارکوونکیو د راخلاصولو له‌پاره هېڅ‌ ډول هڅه نه‌ده کړې.

ښاغلي ثاقب وویل چې ځايي مشرانو د دې کسانو د راخلاصولو له‌پاره له طالبانو سره خبرې ـ اترې پیل کړې‌دي.

الله‌يار کلی د غور د فيروزکوه ښار غربي ډډې ته پروت دی چې د ناامنیو سیمو څخه ګڼل کېږي او تر ډېره د طالبانو تر ادارې لاندې وي.

طالبانو تر دامهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام