د زابل د فواید عامې رییس انجنیر محمد حلیم الکوزي نن پنجشنبه(ډسمبر۱) سلام وطندار ته وویل، چې په تېر یوه نیم کال کې د کابل- کندهار لویې په اوږدو کې یوازې د زابل ولایت اړونده سیمو د ناامنیو له امله ۱۱ لوی پلونه او ۵۲ پلګي نړول شوي دي.
دی زیاتوي، تر دې دمه یې ۳پلونه بیرته رغاولي او ۹پلونه لا همداسې ویجاړ پاتې دي.
نوموړي دا هم وویل، چې هره ورځ له همدغو ورانیو له امله زرګونه مسافرین او موټر چلوونکي له سختو ستونزو سره مخ وي.
د دغو لویو پلونو او پلګیو لګښت څه باندې یو میلیون ډالر ښودل شوي دي.
په داسې حال کې، چې همدا اوس د کابل ـ کندهار لویې لارې په اوږدو په تیره بیا د زابل او کندهار اړوند ځینو سیمو کې طالبان فعال او تل پر دولتي او نادولتي موټرو بریدونه کوي، دولتي کاروانونو ته د لارې پر سر او هم تر پلونو لاندې ماینونه ږدي او نړوي یې.
د کابل- کندهار د لويې لارې موټرچلوونکي بیا وايي، د پلونو ویجاړۍ دوی له زیاتو ستونزو سره مخ کړي، چې هم زیاتې ټرافیکي پيښې رامنځته کیږي او هم غله مسافر لوټوي.
دغه موټر چلوونکي وایي، چې د پلونو ورانۍ له امله په ژمي او پسرلي کې سیلابونه دا لویه لار تړي.
نورمحمد یو تن موټر چلوونکي وویل: "که تاسي وګورﺉ د توندې چینې سره، د کږې سره، د عمل پل او نور پلونه یومخ د تګ نه دي او نړول شوي دي".
هغه زیاتوي، چې زیاتره وخت يې موټرونه لاندې لویدلي او ټرافیکي پيښې رامنځ ته کیږي.
د زابل امنیه قومندان ملپاسوال میرویس نورزی بیا وايي، د یادو پلونو او پلګیو نړېدو له امله د ټرافیکي پيښو ترڅنګ د ناامنۍ پیښې هم رامنځته کیږي.
په ډاګه دې وي، طالبانو دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې دوی عامه شتمني او لویې پروژې نه په نښه کوي.
یاده دې وي، چې وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په داسې حال کې چې لویې لارې او پلونه د عامه شتمنۍ مهمه برخه ګنل کیږي.
طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره دا هم ویلي و، چې دوی د افغانستان ـ ترکمنستان ترمنځ د ریل ګاډي پټلۍ د پرانستلو مراسم امنیت هم نیولی و.