طالبانو په اندړ کې «سلطان شهاب‌الدین لېسه» سوځولې

د غزني ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع سلام‌وطندار ته وايي، وروسته له هغې چې طالبانو تېره شپه له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې ماته وخوړه؛ د اندړ ولسوالۍ میري سیمې کې یې د سلطان شهاب‌الدین غوري لېسه وسوځوله.

ښاغلي جامع وویل، دې ښوونځي کې شاوخوا ۴ زرو زده‌کوونکیو زده‌کړې کولې چې په سوځېدو سره یې ټول زده‌کوونکي له زده‌کړو له پاتې شول.

د غزني امنیه قوماندان فرید مشعل هم وايي، طالبانو تېره شپه اندړ ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځولی دی.

خو د غزني د پوهنې رییس محیب‌الرحمان انصار وايي، اندړ ولسوالۍ کې د سلطان شهاب‌الدین لېسې د تېرې شپې د نښتې پرمهال، د توغنديز برید له امله اور اخېستی دی.

د غزني د پوهنې رییس په وینا، د امنیتي ستونزو او د اندړ ولسوالۍ لارو تړل کېدو له امله د اور وژونکې ډلې هم د اور مړکولو له‌پاره هڅه نه‌ده کړې.

طالبانو تراوسه په‌دې اړه نظر نه‌دی ورکړی. دا په روان ښوونیز کال کې لومړی ښوونځی دی چې په غزني ولایت کې سوځول کېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام